تاند- په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې له شدت اخیستو وروسته دې ولایت ته خاص ځواکونه ولېږل شول.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل، افغان امنیتي ځواکونه په هلمند کې په عملیاتو بوخت دي او یو شمېر ځانګړي ځواکونه هم د هغوی د ملاتړ لپاره ورلېږل شوي دي.
وسله والو طالبانو له درې ورځو راهیسي په نادعلي، مارجه او ګریشک ولسوالیو کې هممهاله بریدونه پیل کړي، په لسګونو امنیتي سرتېري یې وژلي یا ټپیان کړي او یو شمېر امنیتي پوستې یې نیولي دي.
د هلمند والي حیات الله حیات وویل چې هلمند ته نور ځواکونو ورلېږل شوي او تصفیوي عملیات یې پیل کړي دي.
د افغانستان ځانګړي ځواکونه په جګړه کې ډېر مهارت لري او تر اوسه پوري چې هر ځای استول شوي، مقابل لوری یې ځپلی دی.