تاند، پنجشنبه، ثور ۱۱مه: د هلمند د ناوې ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر محمد اسماعیل عزیزي د طالبانو د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک تاند ته پېښه تاییدوي او وايي، دا چاودنه تېره شپه د د ناوې ولسوالۍ په څرخ دوز سیمه کې شوې ده چې په کې د ملي امنیت د ځايي مدیر وژل شوی او تر څنګ یې دوه ملي پولیس ژوبل دي: (( د ملي امنیت مدیر په هاموي ټانک کې و او د ناوې ولسوالۍ کې ګزمې ته وتلی و.))
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د سولې له هوکړې راوروسته پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي دي او د روژې او کورونا په خاطر یې د اوربند وړاندیزونه رد کړي دي.
د شمېرو له مخې طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته پر بهرنیو ځواکونو هیڅ برید نه دی کړی خو پر افغان ځواکونو هره ورځ لږ ترلږه د طالبانو ۵۵ بریدونه ثبت شوي دي.