د ۱۳۹۵ کال د سنبلې پر څلورمه، د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ، په چانجیر سیمه کې، د طالبانو یوه پوځې قرارګاه د بې پیلوټه الوتکې تر برید لاندې راغله؛ ولایتي و امنیتي چارواکو او همدارنګه د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري وویل، چې په دې حمله کې یې د دوښمن دوه مرکزونه له منځه وړي او ډېره مرګ- ژوبله یې ور اړولې ده.
خو د دې پېښې په باب د افغان حکومت خلاف، د هلمند ولایتي شورا او طالبانو داسې همرنګه و هماهنګه څرګندونې وکړې چې تا به ویل، دوی ستراتیژیک شریکان دي؛ دغو دواړو اړخو وویل چې دا بمبار د طالبانو پر یوه زندان شوی او په هغه کې هغه امنیتي بندیان له منځه تللي چې طالبانو نیولي ول.
عجیبه داچې طالب ویاند قاري یوسف احمدي هم وویل چې دوی پلان درلود چې دغه زندانیان ایله کړي او ولایتي شورا هم ټیک همدغسې څرګندونې وکړې.
په دې حساسه پېښه کې، اوس مهمه دا نه ده چې څوک درواغ او څوک رشتیا وایي، پام وړ دا ده چې د ولایتي شورا او د دوی د دوښمنانو تر منځ څنګه عجیبه همږغې را منځته کیږي او دا اول وار هم نه دی چې دغسې یو تناقض پېښېږي بلکې همېشه دغې ولایتي شورا د افغان حکومت او خلکو د ګټو خلاف، د وسلوالو مخالفانو په ګټه څرګندونې کړي دي؛ مثلاً، څو عمر مخکې هم د دغې شورا رئیس ښاغلي کریم اتل وویل چې هلمند به په راتلونکو ۴۸ ساعتو کې سقوط وکړي خو دا کار و نه شو؛ که فرضاً دا کار شوی هم وای یا یې د کېدون احتمال هم زیات وای نو د خلکو استازو ته نه ښایېدل چې د خپلو خلکو د روحیې د ځپلو په موخه دغه ډول د سادګانو څرګندونې وکړي.
که چیرې هغه څرګندونې، چې د مخالفانو په ګټه کیږي، د خپل حکومت په ګټه وشي یا هغه همږغې چې له ترهګرو سره را منځته کیږي له خپلو خلکو او دولت سره را منځته شي نو موږ په دې باور یو چې نه یوازې هلمند بلکې ټول افغانستان له موجود بحران څخه را وتلای شي او که چیري مخکې له مخې د افغان چارواکو او سیاسیونو ترمنځ دغه ډول هماهنګې وای نو په ډاډ سره ویلای شو چې هلمند او افغانستان په اوسنیو بدبختیو کې نه ډوبېدی.
هیله ده چې نور زموږ په چارواکو، وکیلانو او سیاسیونو کې انساني عقل، سیاسي شعور او د وطندوستۍ احساس را ویښ شي او هر نظر و عمل یې د افغانستان او افغان انسان په ګټه شي.
لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۴۰ مه / پرلپسي ۹۲ مه ګڼه/چهارشنبه/ سنبله /۳/ ۱۳۹۵