تاند، چهار شنبه، د میزان ۳مه: په هلمند کې د ولسي جرګې د غړي غلام ولي افغان په میلمستون او دفتر کې چاودنې درې کسان ټپیان دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک تاند ته وویل، پېښه ماسپښین دوه بجې د لښکرګاه لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د فابریکاتو په ساحه کې شوې ده.

د ځواک په خبره پېښه کې پخپله د ولسي جرګې غړی غلام ولي افغان روغ دی خو په وینا یې معلومه نه ده چې ټپي شوي کسان د دفتر کارمندان وو که مراجعین وو.

تر اوسه د چاودنې نوعیت هم نه دی معلوم او نه یې چا مسوولیت پر غاړه اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه ناوخته د هلمند په ګاونډ کندهار کې هم یوې چاودنې د یو خبریال او یو ماشوم په ګډون ۴ کسان ووژل او ۶ نور ټپیان شول.
دا چاودنه د اشرف غني په کمپایني دفتر کې شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *