ياده شوې مشاعره د يكشنبې په شپه د لښكرگاه ښارپه كرزي لوبغالي كې چې پكې د هلمند والي الحاج محمد نعيم،د اطلاعات اوفرهنگ وزارت اداري مرستيال پوهنمل غلام نبي فراهي،څيړونكي اوليكوال استاد حبيب الله رفيع،د سيمه ايزومطالعاتود مركزمشراستاد عبدالغفورليوال،د ولسي جرگې ځينوغړو اود هيواد له لروبرڅخه سلگونوشاعرانواوفرهنگ پالوگډون درلود جوړه شوه.

د دې مشاعرې په پيل كې د هلمند والي الحاج محمد نعيم د ولسمشرپيغام چې په همدې اړه يې راليږلى وولوست وروسته يې د خپلې وينا پرمهال په هلمند كې يې ادبي فعاليتونه وستايل اوزياته يې كړه چې لاهم بايد د فرهنگي هڅوپه گړندي كولوكې چټك گامونه پورته شي.

هغه له شاعرانواوفرهنگپالوغوښتنه وكړه چې خپل شعرونه اوليكنې په هيواد كې د سولې د ټينگښټ اوټيكاولپاره چمتوكړي اوداسې پيغامونه پكې وليږدوي چې په هيواد كې د جگړواورته د پاى ټكى كيښودل شي.

ورپسې د اطلاعات اوفرهنگ وزارت اداري مرستيال پوهنمل غلام نبي فراهي په هلمند ترلاسه شوي پرمختگونه وستايل اوزياته يې كړه چې ځوان شاعران بايد د شعرترڅنگ نورې زده كړې هم مخ ته بوزي ترڅوپه راتلونكي كې په هره برخه كې وځليږي.

وروپسې گڼوشاعرانوخپل ترتيب كړي شعرونه اومقالې وړاندې كړل چې د گډونوالولخوا په چكچواوخوشاليوبدرگه شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *