يو شمېر بانفوذه قومي مشرانو د ملي يووالي حکومت تورن کړ چې هلمند ته په لوی لاس سقوط ورکوي او داسې چارواکي ورته را استوي چې کمزوری مديرت لري.
قومي مشر او پخواني والي امير محمد اخندزاده وايي، د ملي يووالي حکومت له هلمنديانو سره ظلم کوي.
هغه وايي، يو شمېر لوړ پوړي چارواکي د خپلو شخصي ګټو په خاطر دغلته ګمارنې کوي چې له امله يې هلمند د سقوط له ګواښ سره مخ دی.
قومي مشران وايي، که د هلمند په رهبرۍ کې ژر تر ژره تغير رانه شي او مرکزي اداره ورته جدي پام ونه کړي نو د دولت په لاس کې دېرش سلنه خاوره باندې به هم طالبان واکمن شي.
د هلمند بانفوذه قومي مشران داسې مهال دا غونډه جوړوي چې د هلمند په ډېری برخو کې جګړه روانه ده او داسې اوازې هم خپرې شوي دي چې يو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواکي دغلته له دندو ګوښه کېږي او پر ځای يې نور معرفي کېږي.