هغه پنځه تنه د پغمان د ناوړه پېښي رامنځته کوونکي او انسان تښتونکي چي نن چهار شنبه ناوخته اعدام سوه مدني ټولنه ملاتړکوي تر څو اجتماعي عدالت تامین او ددې ډول ناوړه پیښو مخه ونیول سي .
دپغمان دغه ناوړه پيښه چي د اګست دمیاشتي په ۲۴ مه نیټه رامینځته سوې وه او نوموړي کسان د افغانستان د درې ګونو محکمو له لوري د وسله والې غلا، پر ښځو د جنسي تېري او د ښځو د وهلو د جرم د ثابتېدو په خاطر په اعدام محکوم شوي ول او پخواني ولسمشر حامد کرزي دواک په وروستیو ورځوکي داعدام امر لاسلیک او د اوسني ولسمشر په دوره کي پلی سو یوه ښه او پرځای ګام دی .
دغه کسان چي دکابل په څرخي پله زندان کي په دار وځړول سوه په اړه يې نړيوالو سازمانونو غبرګون ښکاره کړى وو او د بخښني نړيوال سازمان او نورو ويلي وه چې ددي کسانو اعدام دي وځنډول سي ، خو د یادو سازمانونو غوښتنه بیځایه او دهیواد نافذه قوانینوسره په ټکر کي بلل کیږي .
هر هغه څه چي اجتماعي عدالت ته زیان رسوي په وړاندي یې باید کلک غبرګون ترسره سي ، ترڅو دټولني دنورو وګړیو لپاره دعبرت او پند سبب وګرځي او د ډاډول پيښو ګراف را ټیټ سي.
هلمند مدني ټولنه دافغان دولت څخه غوښتنه لري چي په دوامداره توګه دي مجرمینوته سزا ورکول سي تر څو دجرایمو مخنیوی ، دټولني امنیت خوندی کیدل او پر دولت دخلکو دباور زیاتیدو لامل سي .