په هلمند کې لا هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې تر سترګو کيږي،چې د روان کال په جريان کې په دې ولايت کې ګڼ شمیر د ښځو د تاوتريخوالي پېښې رامنځته شوي دي.

د ښځو چارو دریاست مسؤلین هم مني چي د روان کال په جريان کې د ښځو د تاوتريخوالي شاوخوا ۴۵ بېلابېلې پېښې رامنځته شوي دي چې په دې کې د ښځو لخوا پر ښځو زور زياتي، د خاوند لخوا پر مېرمنې او نورې پېښې شاملي دي.

خو په وروستیو کي دتاوتریخوالي په پېښوکي په بدو کې د بې ګناه نجونو ورکولو شمیر کم سوی دی.

دې ته ورته لسګونو پېښو خبر هلمند مدني ټولنې ته هم رسېدلی دی، د يادې ټولنې ریس سردار محمد همدرد په مشرۍ ددې ټولنې فعالانو د ښځو د تاوتريخوالي د ختمېدو او د عامه پوهاوي غونډه جوړه کړې وه چې پکې د ښځو چارو له رياست، قومي مشرانو او ديني عالمانو ټينګه غوښتنه وشوه چې، د ښځو د تاوتريخوالي د ختمېدو پر وړاندې عامه پوهاوی خپور کړي ترڅو په ټولنه کې د ښځو د تاوتريخوالي پېښې له منځه لاړې شي او دوی هم د نورو انسانانو په څېر ژوند وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *