هلمند مدني ټولنې او ولسونو د مرستیال والي سردار محمد همدرد د تر سره کړو فعالیتونو او مبارزې په ویاړ ستاینغونډه جوړه کړه. دغه ستاینغونډه چې په سینما تالار کې جوړه شوه، د مرستیال والي تر څنګ د ولایتي شورا مرستیال عبادالله علیزي، د ولایتي شورا منشي حیات الله مایار، د دغې شورا وکیل بشیر احمد شاکر، د هلمند مدني ټولنې رییس سلطان محمد مینوال، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو په کې برخه لرله. 
په دغه غونډه کې د ولایتي شورا وکیل بشیر احمد شاکر په هلمند کې د ښاغلي همدرد فعالیتونو او مبارزې ته په اشارې و ویل، چې په هلمند ولایت کې یې ترسره کړي فعالیتونه بې مثاله دي. ښاغلي شاکر زیاته کړه، چې ولس د مرستیال والي سپېڅلې اراده درک کړې ده او فعالیتونو ته په کتو یې په ویاړ غونډې جوړوي. ښاغلي شاکر له ولس څخه مننه وکړه، چې د رښتینو مشرانو ملاتړ کوي.
د ولایتي شورا منشي حیات الله مایار و ویل، چې د ښاغلي همدرد ترسره کړي فعالیتونه زمونږ ویاړ دی؛ نو ځکه یې په ژوند ستاینه کوو. ښاغلي مایار د غونډې ګډون والو ته د همدرد د ارادې او مبارزې په تړاو وضاحت ورکړ او ډاډ یې څرګند کړ، چې نوموړی د هلمند لپاره پاک نیت لري او په شتون کې به یې هلمند له روان وضعیت څخه را ووځي. هغه د مرستیال والي لپاره په راتلونکي کې په چارو کې د لا بریالیتوب هیله وکړه.
د ښاروالۍ مشورتي شورا غړي نذیر بارک و ویل، چې نن هغه ورځ ده، چې ولسونه د مشرانو په وړاندې پرېکړه کوي او د ښه او بد توپیر په ګوته کوي. نوموړي د مرستیال والي د تېر ژوند بګرونډ له سپېڅلو لاسته راوړنو څخه ډک وګاڼه.
ښاغلي بارک د مدني فعالانو پر ارزښت خبرې وکړې او د سپېڅلې مبارزې پایلې ته په اشاره یې د همدرد مثال ورکړ. هغه و ویل چې ولسونه باید د مشرانو په وړاندې پرېکړه وکړي او ښه او بد سره جلا کړي.
لیکوال او ادیب ښاغلي محمد اسماعیل شریعت یار د ښاغلي همدرد پر ادبي او فرهنګي فعالیتونو بحث وکړ او په دې برخه کې یې د نوموړي ترسره کړي کارونه د ستاینې وړ وګڼل. نوموړي زیاته کړه، همدرد قوي قلم لري او په دې برخه کې ترې د زیات کار هیله کیږي. 
همدا راز بېلا بېلو قومي مشرانو د مرستیال والي د فعالیتونو او په سیاسي نفوذ ویناوې وکړې او ښاغلی همدرد یې ځواکمن سیاستوال یاد کړ. 
مرستیال والي له هلمند مدني ټولنې او ولسونو څخه د مننې تر څنګ و ویل، چې یادې غونډې یې نور هم جرائت زیاتوي. ښاغلي همدرد د روښانه راتلونکي لپاره پر یوالي ټینګار وکړ او قومي تعصبونه یې جګړې ته لمن وهل وګڼل.
مرستیال والي زیاته کړه، چې د حق لپاره په ګډه کار کوو او په دې برخه کې به د هېچا پروا ونه ساتو. نوموړي د هلمند د پرمختګ لپاره جدي دریځ غوره وګاڼه؛ څو دغه ولایت له روانو ناخوالو څخه را ووځي. ښاغلي همدرد زیاته کړه، له دې وروسته که هر چا د خیانت جرائت وکړ، پوره حساب به ورسره کیږي. نوموړي د هېواد د ښه راتلونکي لپاره د یوالي په تړاو د مرستې غوښتنه وکړه. 
د دغه غونډې په پای کې د هلمند مدني ټولنې، د مرجې د ټولنیزې شورا، ګرمسېر ټولنیزې شورا، ناوې ټولنیزې شورا او ګرمسېر مدني ټولنې له خوا مرستیال والي ته د ترسره کړو فعالیتونو په تړاو ستاینلیکونه ورکړل شول او د ولسونو له خوا ورته د ویاړ پګړۍ او چپنه واغوستل شوه.

په درنښت
د مرستیال والي مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *