هلمند مدني ټولني چي د لیکچرونو لړۍ یې راپېل کړې ده خپل دریم لیکچر وړاندي کړ چي پکښي محصیلینو او د پوهنتون استادانو ګډون درلود .
یاد لیکچر چي موضوع یې ( د اسلام ټولنیز اداب ) وه د مدني فعال او دهلمند پوهنتون استاد محمد قاسم ( عادل ) لخوا پر مخ یووړل سو .
دغه لیکچر د تېر په پرتله د هلمند مدني ټولني په انګړ کي جوړ سوی وؤ.
نوموړی لیکچر چي د دوو ساعتونو په موده کښي ترسره سو پکښي ډيرو موضوعاتو ته اشاره سوې وه.
د هلمند مدني ټولني ریس ښاغلي سردار محمد همدرد دغه ګام پر ځای وبللی او وېې ویل یاد لیکچرونه په فکري جوړونه کښي مثبت رول لوبوي.
ښاغلي همدرد زیاته کړه چي د دغه لیکچرونو لړۍ به تر ولسوالیو پوري هم وغځوؤ ترڅو د ولسوالۍ خلک له دغه ډول معلوماتو څخه برخمن سي .
د یاد لیکچر په لړ کي د ګډون والو لخوا پوښتنې هم وسوې چي د ښاغلي استاد عادل صیب لخوا ځواب سوې.
ددې ترڅنګ مدني فعال شریف الله دوست ددغه ډول لیکچرونو پر ارزښت خبري وکړې او ویې ویل تر خلکو پوري د معلومات رسولو یواځینی ښه لار دغه لیکچرونه دي .
هېره دي نه وي چي له دې څخه مخکي هم دوه لیکچرونه د هلمند مدني ټولني په انګړ کښي د هلمند مدني ټولني لخوا وړاندي سوي دي چي لومړنی د ( مدني ټولني ) په نامه د مدني فعال شریف الله دوست لخوا او دوهم ( د ټولنیز اخلاق ) په نامه د مولوي عبدالحمید هلمندي لخوا ورکول سو.