مسؤلينو د اختر د مبارکو ورځو په رانږدې کېدو جګړه کې له ښکېلو غاړو د اوربند غوښتنه وکړه، دوی جګړه تباهي وبلله او سوله کې يې د نړۍ ټولې ښېګڼې راټولې يادې کړې.

د سولې دعايه غونډه چې لسګونه ديني عالمانو، ځوانانو او ماشومانو برخه پکې اخيستې وه، د هلمند مدني ټولنې په انګړ کې جوړه شوې وه.

د غونډې په لومړيو کې د قران کريم اياتونه ولوستل شول او د ټولو ګډونوالو له لوري لوی خدای ج ته د تل پاتې سولې لاسونه لپه شول.

ديني عالمانو په خپلو دعاګانو کې هېواد کې د روانې جګړې او شته ناخوالو د ختمېدو غوښتنې وکړې او له خلکو يې هېله وکړه چې د روژې په مبارکو ورځو کې دې د سولې او يووالي دعاګانې وکړې.

غونډې ته راغلو خلکو په لاسونو کې پېغام پاڼې هم نيولې وې، چې «جنګ دې ورک شي موږ سوله غواړو، سوله مړښت راولي، جنګ تباهي ده، نور زموږ له وژنې لاس واخلئ» او دې ته ورته نور پېغامونه پرې ليکل شوي و.

پر همدې مهال د هلمند مدني ټولنې مرستيال عبدالستار ستوري وويل، موخه يې له يادې غونډې په هېواد کې روانه جګړه کې ښکېلو خواو ته پېغام ورکول دي ترڅو نور له جنګه لاس واخلي.

نوموړي روانه جګړه کې له ښکېلو خواو غوښتنه وکړه چې د اختر په مبارکو ورځو کې دې اوربند اعلان کړي، ترڅو افغان خپله د اختر خوشالي په ارامۍ او پرته له اندېښنې تېره کړي.

د هلمند مدني ټولنې مرستيال مشر د ټولنې ټولې خوشالۍ په سوله کې راټولې وبللې.

د هلمند مدني ټولنې د بهرنيو اړيکو د کمېسون مشر اغا محمد قريشي له وسله والو غوښتنه وکړه چې سوله دې وکړي.

نوموړي وويل تر دې مخکې هم هلمند مدني ټولنې ښکېلو خواو ته د جګړې د درېدو غ�� کړی او بيا به هم له وسله والو وغواړي چې هېواد کې دې روانه بدبختي د سولې په کولو سره ختمه کړي.

د يادې ټولنې يو غړي دروېش عزيزي او غونډې ته راغلي يو تن قومي مشر عبدالله فکور جنګ کې ښکېل ټول افغانان د دې هېواد بچيان وبلل او د اختر په رارسېدو يې له دوی څخه غوښتنه وکړه ترڅو د وينې تويولو لاس واخلي.

دوی په خپلو خبرو کې د نړۍ ټولې ښېګڼې، خوښۍ او خوشالۍ د سولې په سيوري کې پټې وبللې.

هلمند مدني ټولنې تر دې وړاندې هم د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د سولې د وروستيو خبرو د پيلېدو هرکلی کړی و او داسې يې انګېرله چې يادې خبرې هېله منې او بريالۍ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *