هلمند مدني ټولني د يوي پراخي غونډي په لړکي د فساد پر ضد د مبارزې نړيواله ورځ په داسي حال کي ولمانځله چي د حکومتي چارواکو ترڅنګ پکښي دپوهنتون استادانو،ولایتي شورا وکيلانو، قومي مشرانو،دټولنيزو شورا وکيلانو او ګڼ شمير ځوانانو ګډون کړي وو.
په پيل کي دهلمند مدني ټولني مشر سردار محمد همدرد وویل چي د فساد سره مبارزه يې دلومړيتوبونه څخه ده او د هر فساد پر وړاندي به خپل مبارزه دوام داره ساتي او د غونډي له برخوالو يې وغوښتل چي په دي کار کي ملاتړ وکړي او خپله اسلامي او ايماني وجيبه ترسرکړي.
همدا ډول يې زياته کړه چي دفساد پر ضد يې تحقیقاتي کميسیون جوړکړي دي چي په هلمند کي به په خپلواک او بي پري ډول حکومتي ادارو کي د پنځلسو کلنو سوي فساد څیړي او د فساد پرضد دمبارزې لوی رياست ترڅنک به يې سیګار او نړيوالي ټولني ته سپاري.
همدا ډول هلمند والي حیات الله حیات ژمنه وکړه چې دفساد پرضد به کلکه مبارزه کوي چې دخپلو لاسته راوړنو دبیلګي په توګه یې وویل دهلمند پخوانی امنیه قوماندان او پخوانی ښاروال یې څارنوالۍ ته ور پیژندلي.
او دهلمند مدني ټولني ددې نوښت او نيک اقدام ستاينه يې وکړه او د پوره همکاري ډاډ يې ورکړ.
د ولسمشره سلاکار قمرالدین شینواری وایې دنورو لویو لویو فساد کولوترڅنګ یو یې همدا دی چې دهلمندپخوانیوچارواکو د ۱۸۰۰ کسانو څخه دنمرو دورکړي په نوم پیسې اخیستي خو ځمکه نده ورکول سوې او دنوي جوړ سوې تحقیقاتي کميسيون يې وغوښتل چي په خپلواک ډول فاسد اشخاص په نښه کړي.
او دهلمند د ولایتي شورا د امنيني کميټي مسول بشیر احمد شاکر
وایې مرکز په لوی لاس په هلمند کې فساد ته زمینه برابره کړې چي له امله یې دلته په فساد ککړ کسان په دنده ګمارلي او له مسولينو يې وغوښتل د اشخاصو په ټاکلو کي له پوره دقت نه کار واخلي.
او همدا ډول قومي مشر انجينر ظریف خان زياته کړه چي په تیرو وختونو کي مو دفساد دمبارزي خبره د يو حوزي د قومندان مخته هم نه سو کولای اوس د شکر ځای دی چي دهلمند د والی او د ټولو نظامي او ملکي ادارو د ریسانو ترمخ دفساد دمبارزي خبره کوو.
او د غونډي په ورستۍ برخه کي د تحقیقاتي جوړ سوې کميسیون پریکړه ليک ولوستل سو او غونډه ددعأ په کولو سره پاي ته ورسیده.