د يادې ټولنې په نوښت د هلمند د پوهنې رياست پر يو دېوال د «مهربانۍ دېوال» شعار ليکل شوی، چې خلک راځي او له بې وزلو سره مرسته کوي.

د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد چې د مهربانۍ دېوال څنګ ته ولاړ و وويل، له دې کار يې موخه د خلکو يووالی او پر بې وزلو رحم او د مرستې کلتور رواجول دي.

همدرد وايي، د هلمند په روانه جګړه کې له ولسواليو ګڼ شمېر خلک لښکرګاه ته راکډه شوي دي چې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي، د همدې دېوالي شعار څخه په انګېزې اخيستلو به شتمن د جګړې له بې ځايه شويو سره مرستې وکړي.

 د هلمند ولايتي شورا غړي بشير احمد شاکر خپلې لس جوړه جامې پر همدې دېوال د بې وزلو سره د مرستې په خاطر راوځړولې او ويې ويل خلک بايد له همدې لارې د يو بل لاسنيوی وکړي.

د هلمند مدني ټولنې غړي آغا محمد قريشي وويل، د مرستې لپاره د انګېزې ورکولو دا لړۍ به تر ولسواليو هم وغځوي.

هغه وايي، دا يوه داسې لړۍ ده چې هر څوک پکې تر خپل توان سره سم مرسته کولی شي.

هلمند مدني ټولنې تر دې مخکې هم ورته نوښتونه کړي دي، د مهربانۍ د دېوال له لارې په لومړۍ ورځ له سلګونه بې ځايه شويو سره د جامو، بوټونو او نورو البسي توکو مرسته وشوه.

مرسته کوونکي خپل توکي راوړي، پر همدې دېوال يې ځړوي، بې وزله خلک د همدغه مهربانه دېوال څخه په خپله خوښه مرستې ترلاسه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *