د هلمند مدني ټولنې مسؤلين وايي، ولسمشر دې هغه کسان هم عدليې او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني چې په دغه ولايت کې د ځمکو په غصب کې لاس لري.

همدا نن ولسمشر محمد اشرف غني د یو ویډیويي خبري کنفرانس پرمهال ددې ولایت امنیه قوماندان ته دنده ورکړې چې هلمند کې د ځمکو د توزیع لړۍ بنده کړي او هغه کسان ونیسي چې غیر قانوني کړنې ترسره کوي.

هلمند مدني ټولنه د هغو ځمکو په اړه چې په دې ورستیو کې په دې ولایت کې توزیع شوې، ځینې کره اسناد په لاس لري چې ځمکې د یو شمېر شخصي کسانو دي خ�� دولتي چارواکو خېټه پرې اچولې او په زوره یی ویشي.

هلمندمدني ټولنه غوښتنه کوي هغه لوړ پوړي دولتي چارواکي چې په دې ولایت کې یې د ځمکو په مافیایي کړۍ کی لاس درلود ونیسي او قانون ته یې وسپاري.

هلمند مدني ټولنه به دغه اسناد ولسمشر اشرف غنی د هغه حکم پر اساس چې دې ولایت کې یو باصلاحیته استازیو ته چې هلمند ته به یې د ځمکو د توزیع د ویش په اړه راشي دغه اسناد وړاندې کړي او د خلګو حقه حقوق به له مدني لارو هغوی ته ورسوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *