د يادې ټولنې مسؤلين په جګړه کې له ښکېلو غاړو غواړي چې د روژې په مبارکه مياشت کې دې اوربند وکړي.

د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي، په دې وروستيو کې په جګړه کې تر ټولو ډېر زيان ولسي خلکو وليد.

هغه وايي، هلمند کې ډېری کورنۍ د جګړې له امله نورو سيمو ته کډه شوي دي چې اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

همدرد له ټولو جنګېدونکو ډلو وغوښتل چې روژه کې دې له جګړې لاس واخلي، ترڅو کډه شوې کورنۍ خپلې سيمې ته ستنې شي او د عبادت دا مياشت په ارامۍ تېره کړي.

نوموړي يو وار بيا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د روژې د مياشتې په پار دې سوله وکړي ترڅو جګړه او بدبختي ختمه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *