تاند، سه شنبه، د میزان ۳۰مه: پر لښکرګاه ښار د طالبانو په توغنديز بريد کي دوه امريکايي عسکر ټپيان شوي دي.

که څه هم حکومتي مسوولين په رسمي ډول داخبره نه مني، خو د پوليسو معتبرو سرچينو دنوم نه ښودلو په شرط وويل په لښکرګاه کي د پوليسو په ۵۰۵ بست زون کې پنځه توغندۍ لګيدلي دي چي له امله يي دوه امريکايي سرتيري ټپيان دي.

دهلمند د والي وياند عمر ځواک د امريکايي عسکرو د ټپي کيدلو خبره نه مني، خو د پوليسو په ۵۰۵ بست زون کې د توغنديو لګيدل تاييدوي.

ځواک وويل دا توغندي د پوليسو مرکز ته نږدې له يوه کوره توغول شوي دي چي وروسته پوليسو په هغه کور کې يو لړ مهمات هم موندلي دي.

ده زياته کړه مخالفينو نه يوازې د هغه ځايه توغندي ویشتلي، بلکې غوښتل يې د دغه کوره د پوليسو ۵۰۵ زون ته چې امريکايي سرتيري هم پکې دي د ځمکې لاندې تونل وکاږي.

د پوليسو په ۵۰۵ زون کې هغه ډله امريکايي سرتيري ځای په ځای دي چي د افغان ځواکونو سره په استخباراتي او هوايي برخه کي مرسته کوي.

طالبانو د دغه توغنديزو بريدونو مسوولیت منلی او ګڼو امريکايي سرتيرو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده، ولایتي اداره هم دا ادعا نه مني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *