لومړۍ برخه –
شاعرد ټولني هغه فنکار دی چي د خپلي ټولني استازیتوب کوي، که څوک وغواړي چي یوه ټولنه، دهغوی خصوصیات، کلتوراو فکري ځواکمنتیا درک کړي، نو تر هر څه لومړی ورته لازمه ده چي د هغې ټولني معنوي شتمني لکه ادبیات، شعر او شاعري مطالعه کړي، څنګه چي د یوې ټولني او یو قوم ادبیات دي هم هغسي یې د ولس سویه، ژوند او کلتور دی هر شاعر د خپلي ټولني دعنعناتو،عقایدواوفکري خوځښتونوژباړونکی دی نو کله چې دیوملت ادبیات،شعراوشاعري پیاوړي ژوندۍ او پرمختللې وي په هم هغه اندازه هغه ملت ویښ، خوځنده او پیاوړي وي خو که چیري د یو ملت ادبیات،کمزورې، پیکه او کلیشه یي وي همداسي هغه ملت او ټولنه پس پاته ټیټه او کمزورې ده.

دا چي زموږ ملت له ډیرو ستونزو، کړاوونو، غربت، جنګ اوجګړو سره مخ او د زده کړي او پرمختک له کاروانه ډیر لیري پاته دی، نو د ادیبانو، لیکوالانو او شاعرانو لپاره په

کار ده چي په دې برخه کي له ډیري چټکتیا څخه کار واخلي له ریاضت او نوښته ډکې پنځوني، لیکني او ژباړي چي د نني عصرغوښتنه وي خپلي ټولني ته وړاندي کړي، خپله ژبه، ادبیات او شاعري پیاوړې کړي، د خپل ملت ذهنیت مثبت لوري ته راواړوي او د خوځښتیا ځواک پکې ژوندی او تلپاتي وروزي نه دا چي منفي لوري ورته ښه معرفي کړي.

موخه مو دلته صرف شعر او شاعري ده چي د ادبیاتو یوه لویه برخه جوړوي، نوغواړو چي پر همدې برخه یې وغږیږو، که ووایو چي د نظم په برخه کي تر یو حده د پام وړ کار شوی دی نو مبالغه به مو نه وي کړې، موږ داسي شاعران او لیکوالان الحمدالله لرو چي د دې زوریدلي او کړېدلي ملت درد، غم، فریاد، خوښي، ابتکارات او کلتوري ارزښتونه یي په ډيره ماهرانه او ښکلي ډول سره انځور کړي، خپلي ټولني او آن نړیوالو ته یي وړاندي کړي او لا هم په دې برخه کي کار کوي چي د ستایلو دي، خو دا چي ولي ترسره شوي کار ډیر پام اړوونکی نه دی ځیني ټکي دي چې پردې کار یي بد سیوری غوړولی دی.

موږ یي صرف دلته دغه یو منفي ټکي راسپړو، د شاعرانو په نامه تر حساب وتلي خلک دي چي په پښتو ژبه کي ډیر څه وایي، لیکي اوخپروي یي، په دې کي نو که ښه وه که بد وه، ټولني ته وړاندي کیږي او ټولنه یي هم پیروي کوي خو داسي څوک نشته چي دا پوښتنه وکړي چې آیا دا څه چي خپریږي زموږ ټولني ته منفي تقویت ورکوي که مثبت؟ خصوصاً په هلمند کي په دې وروستیو کي د شاعرانوپه نوم ډیرو کسانو ډیر څه وویل، ویي لیکل او وړاندي یي کړه چا ښه ویلي، ښه یي وړاندې کړي چا بد ویلي، بد یي وړاندي کړي، هلمند کي موږ ځیني داسي محدود شاعران لرو، چي واقعاً یي دشعر د اصولو، منځپانګې او جوړښت سره مطابق په بدیعي او لفظي ښایستونو مالامال رنګینه شاعري کړې او په خپل ژور فن سره یې په هنري ښایستونو پسوللي او د خپلي خوږې پښتو ژبي د ادبیاتو پر پراخه لمن یې ورپېرزو کړې ده، چي پښتو ژبه به هم د دې شاعرانو نومونه تر ډیره په خپله زرینه لمن کي ژوندي وساتي.

خو د دې بر عکس داسي کسان هم شته چي حتی د شعر په مفهوم، موخې او جوړښت باندې هم نه دي خبر، څوک چي په پورته اساسي ټکو نه وي خبر او د زده کړي په نامه څه ونه پیژني، نو هغه به کله داسي شعر ولیکي چي هغه دي د نني عصر غوښتنه وي، هغه دي د دې زخمي ملت زخمونه ټکورکړي ترڅویې دردونو ته ارامتیا وروبخښي، کلتوري ارزښتونه یې په هنري ډول انځور اورسم کړي او ولس یې په شعرکې خپل انځور وویني.

همدا وجه ده چي اوس د شاعر ارزښت او حیثیت تر پښولاندي دی ډیر ښه یې ویلي دي چي وایي((هره لوټه چي پورته کړې یو کس تر لاندي وي چي ځیني وپوښتې چي سړیه څوک یې درته وایي شاعر یم صیب)) همداسبب دی چي د فیسبوک په ټولنیزه رسنۍ کي اوس ځیني بې فکره او بې سواده هغه کسان چي په مغزو کي یې اوس هم ژمی دی په شاعرانورپسې يې را اخیستي شعر او شاعري ورته بې مانا، بې مفهومه او بې ارزښته برېښي، دوی نه دي ملامت د دوی تر غوږونو د شعرپه نوم داسي څه رسیدلې چې ترګټې یې زیان څوچنده زیات دی، دوی هغه څه اوریدلي دي چي واقعاً هم ټولنه منفي لوري ته هڅوي او منفي ذهنیت ورپکښې روزي، دوی د شعر په نوم داسي څه اوریدلي چي په هغه کي د خلکو سپکول، خپل ریښتنی پښتني کلتور تر پښولاندي کول،قوم پرستۍ ته لمن وهل او د ښکلا پر ځای د بدرنګۍ انځور وړاندي کول دي، خبره دا ده چي له لویه سره همداسي بیده او ناخبره راغلي یو له اطلاعاتو او کلتور وزارت رانیولې زموږ تر لوستو لیکوالو او شاعرانو پوري هیڅوک نشوه پیدا چي د دې غیري معیاري شاعرۍ په نوم د وړاندي شویو خبرو مخنیوی وکړي او دغو کسانو ته یا سالمه لارښوونه وکړي او یایې مخامخ وغندي او د دې منفي تګ لوري مخه یې ونیسي.

موږغواړو هرڅه چې بد دي، دویلو نه دي، دخپرولونه دي اودې ولس ته یې سخت زیان اړولی او یازیان اړوي دلته په ډاګه اوروښانه کړو ترڅو یې مخه ونیسو چې اونورڅوک داسي څه وړاندې نکړي.

پورته کوم څه چي مو لیکلي او ویلي دي ټولي پر ثبوت او کره والي ولاړي خبري دي دا چې په هلمند کي ځینو کسانو د شعر په نامه کوم غیري معیاري او له چوکاټه وتي، اوتي بوتي وړاندي کړي او خپرې کړي غواړو تاسو ته دا هر څه له ثبوته سره په راتلونکو برخو کې وړاندي کړو…نوربیا

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۶) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۳\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *