درېمه برخه –

شعراوشاعري د هنرترټولو پیچلی اوسخت فن دی اوپه دې برخه کې هرڅوک کار نشي کولای که یوشاعر یا یو بل لوستی کس وغواړي یوښه نثر ولیکي ناشونې خبره نده او کولای یې شي، خوکه یو نثرلیکونکی او یو بل لوستی کس وغواړي یوښه شعرولیکي ناشونې ده، هو تر یوحده به کلمات او الفاظ سره راغونډ کړي، سره پیوند به یې کړي، خو څنګه چې دشاعرۍ غوښتنه ده هغسې لفظونه نشي راغونډولای اونه یې هم اوډلای شي، (د هلمند په څپوکې) دا دښاغلي لالاخان خروټي دده په نظرشعري تولګه ده چې په زر ټوکه کې د هلمند ادبي بهیرلخوا په ۱۳۹۳ لمریزکال کې خپره شوې ده، خروټی صیب مې له نژدې ملګرو نه دی ډیر د یوه ښه احساس خاوند دی همیشه د خپل ولس له درد، غم اوپه ټولنه کې دشته فساد او بېسوادۍ څخه ځوریږي، نوموړی ددې ترڅنګه له خپلې خوږې پښتوژبې سره دومره له حده زیاته مینه لري چې په هره علمي اوفرهنګې غونډه کې یې ګډون

کوي اود خپلې ژبې دغني کیدو زرین خوبونه وینې، هغه دهلمند ادبي بهیر یو ډیرفعاله ځوان دی چې هره اونۍ ورته دژوند ډیري چاري پرېږدي اوځان ترخپل ادبې ګلبڼه رسوي.

خومنو چې پورته ټولې ځانګړتیاوي په ��روټي صیب کې شته خو اما شعریې شعري ځانګړتیاوي نلري، شعریې شعر نه دی، شعرته یې تش نوم دشعرورکړی، هیڅ هنريت، موسیفیت، کیفیت اوارزښت نلري، دکتاب سریزه که یې سړی راواړوي له ورایه ورته څرګندیږي چې یاره شعرخونه دی، دسريزې لیکوال ورته ډېري خبرې پرې ایښي خونه پوهېږم خروټي صیب سمې ندي درک کړي که کومه بله خبره وه سریزه کې لیکوال ورته وایي:

((ښاغلی خروټي وایي چې له مجازسره یې کارنشته دی دحقیقت په لټه کې دی اوغواړي یوڅه ومومي اوراسره شریک یې کړي دلته نو هغه اشخاص پوه شه اوخپله یې کیسه چې باورلري له مجاز، تشبیه، استعارې، سمبول اواسطورې ومبالغې آن غلوپرته شعر، شعرنه دی، ښایي بعضي زموږد نوي عصر، دګلوبلایزیشن دعصراودیوه واحد نړیوال کلي اوسېدونکي غصه وکړي چې بابا! داخودپخوا وختو قبلوي وقومي ارزښتونه وه ټول ژوند ورته وقفول لازم نه دي، زموږ دزمانې ضرورتونه نوردي اماخروټي پردې کیسومئین دی څوک څه په کولای شي)) دا دسریزې خبري وې چې لیکوال ورته کړي وې، دلته چې دخروټي صیب له کتاب څخه موږ کوم څه را اخلو کټ مټ یې په هغه ډول راوړو څنګه چې ده په خپل کتاب کې لیکلي، که یې ظاهري بڼه ده که معنوي بغرله کوم تغیره، ددې کتاب په معنوي برخه کې خو شعري ځانګړتیاوي په دوربین کې نه مالومیږي، خو ظاهري بڼه یې هم دخاک په خړو مړه کړې د کتاب په ۱۳ صفحه کې دده په اند لومړی غزل کې یې داسي لیکلي:

په سینه کښي رڼي اوښکي رابهیږې ولونه ولونه

له کجکی بُسته درومې په سیستان کي میلمني دي

دلته تاسو دوهمه مسرۍ وګورئ دی څه وایي له کجکی بُسته درومې! ندایه ده یو چاته مخامخ وایې چې ته ځې، ورپسې جمله کې وایي، په سیستان کې میلمني دي، داجمله کیدای شي د جاپاني سریښوپه کارولو دلوړي مسرۍ سره ربط ومني، اوکجکی بُسته درومې! داجمله دبیت په روانه لارکې لکه دغره لړۍ پرته ده چې د لوستونکي اوښتل ورڅخه په ډېره ستونزه کیږي، همدې جملې، چې دی یې بیت بولي دبیت ټول اهنګ وګړنګ ته ګوزارکړی.

همداسي که یې معنوي اړخ ته سر ورښکاره کړو، نوموړي ځیني داسي څه ویلي چې تشي د ورځي لپاره سره تړلي خبرې دي، پوهان وایي چې شعرباید همیشه تلپاتي وي دیوې ورځې لپاره نه وي، خوخروټي صیب ځیني داسي څه سره غوټه کړي او ویلي چې یوه میاشت وروسته دلوستلو نه دي نو بیا به څنګه شعر ورته ووایو.

دی وایي:

زماتذکره کې به اسلام اوافغان دواړه لیکی

اسلام مي دین دی دافغان په نامه ننګه کیږي

داخبره څومره ساده اود یوه لنډ وخت خبره ده که چیري یوکال وروسته داخبره یوڅوک لولي هغه ته څومره بې مانا او خندوونکې ده، ځکه دهغه په تذکره کې هم افغان لیکلی او هم اسلام، هیڅ اړتیانسته چې هغه دي دابې ځایه بابولاله واوري، ددې ترڅنګ ترټولومهم دشعرلپاره شاعرانه الفاظ اوشاعرانه کلمې پیداکول اوسکڼل دي تاسو وګورئ تذکره، افغانو، اسلام اوځیني نورلفظونه چې هیڅ شاعرانه رنګ نه دی ورکول شوی له شعري جوړښت سره هیڅ سمون نه خوري، خروټي صیب څوځایه نورهم همداسي دوخت لپاره ناشاعرانه الفاظ غونډ کړي.

هغه وایي:

خروټي بیادمیکناټن بچې دي ملک ته راغله

توري ته لاس که داپه نرم مزاج نه پوهیږي

منو چې دمیکناټن بچي راغلي، دمیکناټن دبچو به یوکال دوه کاله وي بیرته به چې خپلې موخې ته ورسېدل کډه شي، بیا به نو داشعر د څه لپاره وویل شي اوخلګ به ځیني کوم پیغام، کوم خونداوکیفیت ورڅخه واخلي، شاعري خوهروخت تلپاتې وي نو داچې شاعري کوو باید تلپاتې یې وکړو لکه رحمان بابا، حمزه بابا، حمیدبابا اوداسي نورو چې کوم څه ویلي دي لاهم ژوندي دي اوژوندي به وي، اویا زموږ ځینې ځوان پیاوړي نوښتګرشاعران چې څه ډول شاعري کوي اوڅه ډول هڅول کیږي، تشویقیږي، اود پرمختګ په حال کې دي، دهغوی پرلاره باید ولاړشو، که نه ځو ددوی دبریالیتوب راز خو باید پیداکړو، ترڅوموږهم تر یومقامه نژدې کړي، هولکه مخکې چې مو یادوونه وکړه یوه خبره باید شاعر په خپل شعرکې په دومره ساده الفاظو ونه کړي چې هیڅ احساس، خوند، پارول، اوتحریک نه پکې ترسترګوکیږي.

خروټی صیب څه وایي:

په هلمندي احساس دي ستایي هروخت

په خروټي دي افرین که یوار

ښه خبره ده چې ستایې یې ځکه جانان دي دی، ګران دي دی، دزړه ټوټه دي ده خو بیا افرین اوشاباسی په دومره ماشومانه الفاظوغوښتنل هیڅ مناسبه نه ده، په دې پییلي خبروکې هیڅ ښکلا، کیف، احساس اوپارول نه ترسترګوکیږي.

همداډول:

ماپه خوږه ژبه درلیږلی ته یې ومنه

مینه کې څرګنده سلامونه درته څه وایي

یوخو دخروټي صیب داخبره پام اړونکې نه ده بلخوا دهمدې خبرې سره هنرکاري نه ده شوې، هم هغه خبره ده چې نه شاعرانه الفاظ اونه شاعرانه اوډنه ورسره شوې صرف دیوې خبرې غونډول دي اوله شعري فورمه یوه وتې خبره ده، ډیرو خلکو همداسي بې مانا ناشاعرانه الفاظ په خپل وخت کې وپیل، وړاندې یې کړه، خو هیچا یې نوم نه واخیست، نه هم یادیږي، موږته لازمه ده چې دهغه چا پرپله پل کښېږدو چې هروخت کې ژوندي دي یادیږي اولوستل کیږي، نه داسي څه چې صرف اوصرف بې مانا سپینې پاڼې ډکې کړو اودکتاب ارزښت ته ورباندي زیان واړوو.

که داډول اوتي بوتي یوڅوک له دې کتابه ولولي بیا به یې آیا دکتاب سره شته مینه پرځای همداسي پاته شي که یا؟

آیابیا به دشعرپه نامه ترکتابتونه لاړشي که یا؟

آیا بیا به پرکومې شعري ټولګې لس افغانۍ ورکړي که یا؟

پوهېږم چې ستاسو ځواب به یواځی (نه) وي.

داسي څه لکه چې:

که لري درانه سپینږیري ادبناکه ماشومان هم

شکرشکر یم خروتی زلمی ځوان دپښتنو

دده په اند سره چې دی یې بیت بولې، که ورته ځیرشو هیڅ پارونکې خبره پکې نشته، هیڅ هنريت اوعاطفه پکې نشته، تشې خبرې دي، درانه سپین ږیري، ادبناکه ماشومان لرو، له دې نه به لوستونکی کوم کیفیت واخلي، دلته لیکوال صرف نثري خبري را اخیستي اوسجعه یې پکښې کارکړې، که چیري یونابلده کس ته داخبره په یوه ښه نثري ټوټه کې وړاندې شي هغه به تردې ښه کیفیت ورڅخه واخلي اوپه خوند سره به دلیکوال خبره ومني، خوکه موږ غواړودشعر له لارې داخبره ترخپل مخاطبه ورسوو، بیاخونو باید دنثرپه ژبه نه، بلکي سمه فنکاري ورسره وکړواوپه ښکلو الفاظو یې شعرکړو او ویې رسوو، په دې ډول خو یې رسول دشعر کار نه دی دا خو دبایزیدروښان دمسجع نثر دنده ده، خوموږ داسي چیري هم نه کوو، څه چې مو ولیکل وړاندي کوو یې، ځکه زموږ همدومره پوهه ده، خپل نظر راته ترټولو غوره دی هرڅه یې منو، چې وروسته بیا ګام پرګام دپښېمانۍ پر ورانوکږلېچونو له تندکونو سره مخ یوخو…نوربیا

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۸) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۰\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *