د لوی او بخښونکي خدای (ج) په سپیڅلي نامه
په هلمند کي د اولسي بحث پریکړه لیک:
په هلمند کي ولسي بحث د ۱۳۹۵ کال د قوس د میاشتي پر 15 نیټه د مدني ټولنو د همږغۍ په مرکز کي د قومي مشرانو، مدني فعالینو، اولسي استازو اود سیاسي ګوندونو داستازو په ګډون تر سره سو.
د دې اولسي ناستي او بحث اصلي موضوع دا وه چي دملي وحدت په حکومت کي د هلمندي کادرونو کمرنګه شتون تر کومه حده د هلمند د اوسني حالت لامل دی. د دې اولسي بحث پریکړه لیک په لاندي مادو کي ترتیب سوی دی:
اوله ماده – دا چي د هیواد په کچه تصمیم نیونه په پلازمیني کابل کي کیږي نو د هلمندي مسلکي کادرونو په نشتون کي به د هلمند په تړاو هره پریکړه تر زیاته حده نیمکړې وي.
دوهمه ماده – هلمند داسي ډیر کادرونه لري چي د وزارت او معینیت پر معیار برابر دي نو د ولسمشر څخه هیله کوو چي د هیواد په کابینه کي داځل هلمند له پامه ونه غورځوي.
دریمه ماده – د ولایتي اداري ، ولایتي شورا او مدني بنسټونو څخه هیله کیږي چي په ګډه د هلمندي کادرنو یو هر اړخیز لیسټ ترتیب کړي تر څو ولسمشر او مرکزي ادارې ته د اړتیا په وخت کي وسپارل سي.
څلورمه ما ده – د رسنیو، اولسي استازیو، سیاسيونو او په هلمند کي د ولسمشر د استازي په صفت د هلمند له والي ښاغلي حیات الله حیات څخه هیله کوو چي زموږ د دې اولسي بحث منځپانګه ، پریکړه لیک او غوښتني د افغانستا د اسلامي جمهوريت تر ریس جمهور ښاغلي محمد اشرف (غني) پوري ورسوي
په درنښت
د هلمند د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز