هلمند

د رواني میاشتي ۱۳۹۵/۲/۳۱ هلمند لښکرګاه کي د (هلمند دپرمختګ هڅه) یو څېړنیز او تحقیقاتي سمينار د فرهنګپالو، مدني فعالانو او ولایت مقام په نوښت جوړیږي، محتوا يې دا ده چي (هلمند) په بېلابیلو برخو کي څه ډول پرمختګ کولای سي، د کرهڼي، پوهني، امنیت، بیارغاوني، ټولنیز مسؤلیتوونه، د محصولاتو لپاره بازارموندنه، روغتیا، تاریخي ځایونو ته دليدني سیاحتي شرایط برابرولو او نورو برخو کي وړاندیزونه او حللارې د مقالو په ډول لیکل کیږي، یاد سمینار ته چي کابو له تېر کاله څخه چمتوالی نیول سوی دی انشاءالله  دا دی د پورته نېټې سره سم جوړیږي. د هیواد د یو شمېرنورو ولایتونو تر څنګ د پلازمېني کابل څخه هم مېلمانه راځي او په سمینار کي به خپلي مقالې لولي، تر سمينار وروسته پلان کي ده چي یادي مقالې د يوې ټولګي په ډول چاپیږي د حکومت او خلکو په اختیار کي ورکول کیږي ، پاته دي نه وي چي د سمینار تر څنګ دهلمند کلنۍ دودیزه مشاعره (هلمند سیند) هم جوړیږي، هرهغه مینه وال هیوادوال که په بهر کي دي یا هیواد دننه کي کولای سي ګډون وکړي او یا د ايميل له لاري خپل پیغامونه او یا هم د سمینار اړوند مقالې راوليږي موږ به يې په امانت ساتني سره سمینار کي لولو او ټولګه کي به يې چاپ کړو.

شریف الله دوست

  د جوړېدونکي سمینار د کمېټې غړی

د سمیناراو مشاعرې اړوند زموږ سره په لاندي شمېره اړیکه نیولای سئ:

۰۷۹۹۱۶۵۶۸۲

[email protected]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *