تاند، دوشنبه، د عقرب ۱۳مه: د کرنې او مالدارۍ وزارت د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د لړمانو د روزنې د لومړني فارم د پرانیستلو خبر ورکوي.
د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي تاند ته وايي، دا تر هرات وروسته د هېواد په کچه د لړمانو دویم ستر فارم دی چې په دغه فارم کې ۱۶ زره لړمان روزل کېږي.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ رئیس زلمی الکو بیا تاند ته وايي، دا فارم د خصوصي سکټور لخو جوړ شوی، خو د کرنې وزارت به ورسره هر اړخیزه همکاري کوي: (( موږ به یې د مسوولانو سره په فني او مسلکي برخه کې همکاري کوو، د ګټې اخیستنې په برخه کې به ورسره د بازار مرسته هم وکړو.))
دا په داسې حال کې ده چې د کرنې وزارت مسوولان وايي، په فارم کې د روزل کېدونکو لړمانو خوراک چینجیان دي او هر لړم په دریو میاشتو کې درې قطرې زهر تولیدوي چې د یو کیلو زهرو بیه یې نږدې ۱۰ میلیونه ډالر ده.
تر دې وړاندې په هرات کې د لړمانو د روزنې یو فارم جوړ شوی و چې له دوه زرو څخه زیات لړمان په کې ساتل کېږي او زهر یې له هېواده بهر صادر شول.
کوم وطن چې طالیب ولري، لړمانو ته یې هیڅ اړتیا نشته ههههه