خبریال: عادل – ځايي امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په شمال کې يې د روانو عملياتو په ترڅ کې ۳۳ وسله وال وژلي او ۷ نور يې ټپيان کړي دي.

د هلمند د ۲۱۵ ميوند قول اردو له رسنيز دفتر څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په تېره يوه شپه او ورځ کې يې په هلمند کې د روانو ذولفقار په نوم عملياتو کې ۳۳ طالب وسله وال وژلي او اوه تنه نور يې ژوبل کړي دي.

د خبرپاڼې په حواله، د يادو عملياتو په ترڅ کې چې د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت د سرتېرو لخوا پر مخ وړل کيږي ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د تېرو پنځه اونيو را په دېخوا د هلمند په شمال کې د ذوالفقار په نوم پراخ عمليات پيل شوي دي چې ويل کيږي امنيتي ځواکونه په دغه عملياتو کې دومره بريالي نه دي څومره چې تمه کېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *