د دغه ولايتي د سرحدي پوليسو مسؤلين وايي چې، ياد موټر يې د بارامچې سيمې ته نږدې ديشو ولسوالۍ کې نيولی دی.

د شپږ سوه څلورم سرحدي زون درستیزوال مل پاسوال حمیدالله (صدیقي) وایي چې تېره ورځ یې د دوهم کنډک قومندانۍ سرحدي پولیسو د ذوالفقار دعملیاتو په دوام او ملاتړ دخپلو ګزمو او کمینونو په ترڅ کې د دیشو ولسوالۍ دبهرامچې سيمې ته نږدې د ملک د غره په سیمه کې د وسلوالو طالبانوسره د یوساعت جګړې نه وروسته یو موټر چې له چاودیدونکي توکي ډک و ونیول شو.

هغه وایي چې په نیول شويو توکو کې ۱۷۱۰ کیلوګرامه هغه مواد شامل دي چې په ماینونو کې ورڅخه کاراخیستل کیږي، ترڅنګ یې ۴۰۰ متره ثانیه سوز لین، ۱۸۰ دانې ریموټ کنټرول ، ۹۱۰ د ماین چاودنې برقي بترۍ ، ۸ ټوکه هغه کتابونه او لکچرونه چې د ماین چاودنې، وسلې کارونې او موټرو سرعت پکې ښودل کیږي، همدارنګه یوه عراده سيپا موټرهم سرحدي پولیسو ته په لاس ورغلی دی.

صديقي وايي، په دغه سيمه کې يې وسله وال په شا کړل خو د مرګ ژوبلې يې مالومات نه لري.

د شپږ سوه څلورم سرحدي زون درستیزوال وویل چې دغه توکي دګاونډي هیواد پاکستان څخه د بهرامچې له لارې هلمند ته راوړل کیده ترڅو په روانه جګړه کې ورڅخه کار واخیستل شي او په ځانګړې توګه د ذوالفقار دعملیاتو پر وړاندي خنډونه زیات کړي.

د یادونې ده  چې دوه ورځې وړاندې هم د قاچاق  وړونکو څخه سرحدي پولیسو په ياده سمیه کې په پرا خه کچه تاریاک نیولي و.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *