تاند، پنجشنبه، د قوس ۱۴مه: د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین د یو کور درې غړي وژلي دي.
د هلمند د والي ویاند تاند ته پېښه تایید کړه خو وايي دا پېښه تېره شپه د ملکیانو په موټر شوې چې له کبله یې یوه مېرمن، یو نارینه او یو ماشوم ځای پر ځای وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، دا ماین طالبانو د سړک پر غاړه ایښی و او په دغه سیمه کې د سړک غاړې ماینونه اکثره مهال له ملکیانو دغه ډول قرباني اخلي.
طالبانو لا تر اوسه څه نه دي ویلي، خو تر دې څو ورځې وړاندې مارجې ولسوالۍ ته پر لاره د ناوې او مارجې تر منځ سیمه کې سرحدي ځواکونو د لوا پر قومندان هم د سړک غاړې ماین وچاود چې له کبله یې قومندان ومړ، خو څلور کسان سرتېري یې د یو خبریال په ګډون ټپیان شول.