تاند، شنبه، د جدي ۷مه: د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکي وايي، نن سهار د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو چاودنه کې ۱۰ نه سرتېري وژل شوي دي.
د میوند قول اردو ویاند نواب شاه ځدراڼ وايي، پېښه نن سهار څلور نیمې بجې خنجر سیمه کې د ملي اردو پوستې ته نږدې د سړک غاړې ماین چاودېدو له کبله شوې چې په کې ۴ سرتېري ژوبل شوي هم دي.
نوموړی وايي، په دې پوسته کې ۱۸ تنه سرتېرو دنده ترسره کوله.
بلخوا طالبانو برید تایید کړی خو وايي، په دې برید کې ۲۶ تنه سرتېري وژل شوي، هغه ټکی چې افغان پوځي چارواکو رد کړی دی.