تاند، چهارشنبه، د حمل ۶مه: د هلمند چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې ۸ ملکیان وژل شوي دي.

 د هلمند د والي ویاند عمر ځواک تاند ته وویل، پېښه نن سهار لس بجې د موسی کلا ولسوالۍ په روشن دستګاه سیمه کې د ملکیانو په موټر باندې شوې ده چې په ترڅ کې يې په یوه موټر کې اته تنه سپرلۍ وژل شوي دي.

نوموړی وايي، دا ماین طالبانو امنیتي ځواکونو ته ایښی و، خو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د سړک د غاړي بمونو عموماً طالبان ږدي او اکثره مرګ ژوبلې عامو خلکو ته اړوي.

https://www.archive.www.archive.taand.com/archives/147015

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *