د هلمند مدني ټولنې مشر پر ټولو ګوندونو او ټولنو غږ وکړ چې په يوه خوله دې د خپل ولايت لپاره داسې طرحې او پلانونه جوړ کړي چې له مخې يې په دې ولايت کې شته ستونزې په بنسټيزه توګه حل شي.
ياده غونډه چې د افغان ملت ګوند په دفتر کې جوړه شوې وه موخه يې په دغه ولايت کې د مدني ټولنو او سياسي ګوندونو ترمنځ همغږي رامنځته کول و.
په هلمند کې د افغان ملت ګوند منشي عبدالرشيد ناصري وويل، دوی پلان لري چې په هلمند کې د ټولو سياسي ګوندونو او مدني ټولنو سره په ګډه يوه داسې غونډه پلان کړي چې له مخې يې ځايي دولتي اداره راوغوښتل شي او په دې ولايت کې په اړونده ادارو کې شته ستونزې ورته په نښه شي.
په هلمند کې د مدني ټولنې بنسټګر او د هلمند مدني ټولنې مشر بيا پر ټولو ټولنو او ګوندونو غږ وکړ چې ټول دې د يو چتر لاندې راټول شي ترڅو يې د دوی غږ پر ځايي او مرکزي ادارو اغېز وکړي.
سردار محمد همدرد چې د هلمند مدني ټولنې مشر دی په دغه ولايت کې يې ځينې ټولنې قومي او سمتي تعصوبونو کې ښکېلې وبللې، همدرد له ټولو ټولنو وغوښتل چې نور دې له اختلافاتو او يو بل ته له کوهي کېندلو لاس واخلي او په رښتيني توګه دې د هلمند ترڅنګ ټول هېواد ته خدمت وکړي او ملي ګټو ته دې ژمن شي.
غونډې ته راغلو د سياسي ګوندونو او مدني ټولنو استازو ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به دوی په هلمند کې پر يوه ټغر راټوليږي او د هر ظلم او فساد پر وړاندې به ملي اواز پورته کړي.
ياده دې وي چې تر دې مهاله په هلمند کې تر دېرشو ډېرې ټولنې او څه د پاسه شل سياسي ګوندونه شتون لري، چې په بېلابېلو سياسي او مدني فعاليتونو بوخت دي.