د عامې روغتيا رياست مسؤلين وايي، دغلته د پوليو ويروس په بشپړه توګه د له منځه تلو په حال کې دی.
د پوليو واکسين په اړه د ارزيابۍ په هغه ګډه غونډه کې چې د هلمند والي او اړونده ادارو ترمنځ جوړه شوې وه مسؤلينو وويل، کلونه پخوا دغلته د پوليو ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو اوس دغه ويروس د ورکېدو په حال کې دی.
د عامې روغتيا رياست مسؤلين وايي، لوی خنډ د خلکو ناخبري ده، چې دغلته يې د پوليو وايروس په پاتې کېدو لامل شوي.
د هلمند والي ميرزاخان رحيمي وويل، د دغه وحشي ويروس په مخنيوي کې به په خپل ټول توان مرسته او همکاري کوي.
نوموړی وايي، د پوهنې او ښځو چارو رياستونه بايد د پوليو پر زيانونو زده کوونکي او ميندې خبر کړي، ترڅو عامه پوهاوی خپور شي.
د هلمند روغتيايي مسؤلين په داسې حال کې دغلته د پوليو ويروس د ورکېدو خبر ورکوي چې روان کال د هلمند په نهرسراج کې د پوليو يوه مثبته پېښه ثبت شوې وه.