بصيرالحق عادل

دا غونډه چې د هلمند مدني ټولنې له لوري رابلل شوې وه، د لوړپوړو امنيتي چارواکو ترڅنګ پکې قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

د هلمند والي د ځوانانو له پارلمان کلک ملاتړ اعلان کړ او دايې راتلونکي پارلمان ته د ځوانانو د روزنې لپاره ښه ګام ياد کړ.

حيات الله حيات ژمنه وکړه چې ولايت کې به د ځوانانو د پارلمان غړيو ته ځای او نورې اسانتياوې برابرې کړي، ترڅو له خلکو سره ووينې او د دوی ستونزې تر مرکزه ورسوي.

د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد د ځوانانو د پارلمان د مشر آغا محمد قريشي هڅې وستايلې او د هر راز همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

همدرد وويل، قريشي پر خپله وړتيا لږ وخت کې ډېرې لاسته راوړنې لري، چې اوس د هېواد په کچه د ځوانانو د يو لوی ټولي مشري کوي.

دغه راز په غونډه کې بېلابېلو دولتي رئيسانو، قومي مشرانو او ځوانانو د آغا محمد قريشي هڅې وستايلې او  د ځوانانو د پارلمان د مشر پر ټاکل کېدو په توګه يې قريشي د هلمنديانو او هېواد وياړمن ځوان وباله.

د ځوانانو د پارلمان مشر آغا محمد قريشي د هلمند مدني ټولنې، هلمندي ولسونو، دولتي چارواکو او ځوانانو څخه مننه وکړه چې د ده په وياړ راټول شوي دي.

نوموړي خلکو ته سينه وډبوله چې د ورسپارل شوي مسؤليت سره سم به د هېواد، ټولنې او په ځانګړي ډول د ځوانانو لپاره کار کوي.

قريشي وويل، هڅه کوي د ولس له منځه رښتيني ستونزې راټولې کړي او تر لوړ پوړو چارواکو، اړونده ادارو او ان تر ولسمشره ورسوي.

د غونډې په وروستيو کې ښاغلي اغا محمد قريشي ته ستاينليکونه او د پښتنو وياړ بګړۍ هم ور په سر شوه.

د يادونې ده چې، د ځوانانو پارلمان د ملګرو ملتونو او افغان حکومت په نوښت رامنځته شو چې موخه يې راتلونکي پارلمان ته د ځوانانو روزنه او د پارلماني چارو سره اشنا کېدل دي.

دا پارلمان ټول ۱۲۲ غړي لري چې ۳۳ سلنه يې مېرمنې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *