تردې یوه میاشت د مخه له همدې کسانو ازموینه اخېستل شوې وه ، خو اړونده وزارت لغوه اعلان کړه.
د پوهنې رئیس وايي د پخوانۍ ازموینې پر مهال د وزارت پلاوی نه و حاضر، خو دا ځل ازموینه د هغوی تر څارنې لاندې واخيسته.
د ازموينې پر مهال د هلمند د پوهنې رئيس عبدالمتين جعفر وويل، تر دې مخکې يې هم د ښوونکو د ګمارنې ازموينه اخيستې وه خو د ځينو ستونزو له امله وزارت پرېکړه وکړه چې ازموينه بيا ځلي واخلي.
په دې ازموينه کې دوه زره شپږ سوه درې اتیا کسانو نارینه اوښځو ګډون کړی و په داسې حال کې چې په تېره ازموينه کې دا شمېره دوه زره اوه سوه یو ویشت تنه و چې د تېر پرتله دا شمېره کمه ښودل کيږي.
د پوهني رئیس وايي، پر شرایطو برابر کسان به په ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه په دنده وګماري، دی وايي په دې سره به ښوونځیو ته رسمي ښوونکي ولاړ شي.
د هلمند په ګڼو ښوونځیو کې دا مهال اجیر ښوونکي دنده لري، چې د رسمي هغو په ګمارلو سره به د اجرو او قراردادي ښوونکو لړۍ هم پای ته ورسېږي.