تاند، پنجشنبه، د جدي ۱۲مه: له رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وايي، د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ ورځ هلمند ولایت کې د سمون محلي راډیو یو خبریال سفر محمد اتل ناڅرګندو کسانو وژلی دی.
نی د سمون راډیو د نشراتو د مدیر حیات الله ساحل له قوله وايي، سفر محمد چې له دوی سره پارټ ټایم خبریال و، له کوره د میلمستیا پر لور وتلی او مړی یې نن پنجشنبه سهار د لښکرګاه په صافیانو سیمه کې پیدا شوی دی.
نی د هلمند له چارواکو غوښتي چې د سفر محمد اتل د مرموزې وژنې په اړه پلټنه وکړي
بلخوا د هلمند د والي ویاند عمر ځواک تاند ته پېښه تاییدوي، د دغه خبریال د وژنې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
سفر محمد اتل د ۲۰۲۰ کال لومړنی خبریال شو چې په مرموز ډول وژل شوی دی په داسې حال کې چې تېر ۲۰۱۹ کال کې ۱۰ خبریالان وژل شوي وو او نی یې په اړه ویلي وو چې د خبریالانو پر وړاندې دغه کال کې تاوتریخوالی نږدې ۴۲ سلنه کم و.