تاند، پنجشنبه د چنګاښ ۲۷ مه: د انګورو د فصل په رارسېدو سره د هلمند د کرنې ریاست خبر ورکړی چې دغه ولایت کې به سږ کال د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات وي.
د هلمند د کرنې ریاست مشر زلمی الکو وايي، تمه لري چې سږ کال به د هلمند د انګورو باغونه نږدې ۹۰ زره ټنه حاصلات ورکړي.
نوموړی وايي، دا مهال د هلمند کلا بست کاریز، نهر سراج، واشیر، ګرمسیر او نادعلي کې د انګورو باغونه لري: (( هر کال په دې سربېره موږ ۳۰۰ سوه نوي د انګورو باغونه هم کینوو، د هلمند انګور ژر رسېږي، دا په کور دننه او بهر ښه بازار هم لري.))
دا په داسې حال کې ده چې د چارواکو د معلوماتو له مخې دا مهال هلمند په ۶۴۱۰ هکټاره ځمکه ۲۱ ډوله انګور کرل شوي چې سږ کال به ۸۹۷۰۰ ټنه حاصلات ورکړي.