تاند، پنجشنبه، د اسد ۳۰مه: د هلمند د کرنې اومالدارۍ ریاست چارواکي وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۱۶ ټنه شات تولید شوي دي.

 د هلمند د کرنې ریاست د برنامو مسوول رفیع الله قلم وايي، دا شات لښکرګاه او ولسوالیو کې د ۴۰۰ فارمونو دي چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

نوموړی وايي، دا د ډېرې خوښۍ ځای دی چې د هلمند په څېر جګړه ځپلي ولایت کې د کال درې یا څلور ځله شات ټولېږي، خو دا چې د شاتو بازار نشته، نو ځايي فارم لرونکي اړ دي چې خپل شات نورو کلونو ته وساتي: (( لس سلنه د شاتو تولیدات زیات شوي اوس یې د یو کیلو شاتو بیه ۵۰۰ افغانۍ ده او دا ښه بازار نه دی، موږ هڅه کوو نړیوال بازار د هلمند شاتو ته پیدا کړو.))

دا په داسې حال کې ده چې د کرنې وزارت تېر کال اعلان کړی و چې افغانستان د کال ۱۱ زره ټنه شات تولیدوي.

د کرنې وزیر نصیر احمد دراني ویلي، دامهال افغانستان ۲۱۴۰۰۰ د شاتو د مچیو صندوقونه لري چې ۳۲ ولایتونو کې یې پالنه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *