خبریال: (لشکرګاه) د هلمند ولايت يو شمېر خلکو په ځايي دولتي اداره باندې تور پور کړ چې د دوی لسګونه جریبه ځمکه يې دولتي مامورينو، په ولسي جرګه د دغه ولايت استازو او نورو زورواکو ته توزيع کړې.
د ځايي ادارې دغه کار د هلمند ولايتي شورا او مدني ټولنې سخت غبرګون پارولی او وايي چې په دغه معامله کې ټولې دولتي ادارې ښکېلې دي او دوی به يې مخه ونيسي او د خلکو شخصي ملکيت به د غاصبانو له منګولو خلاص کړي.
د هلمند د مختار، کاريز او احمدشاهي مېنې لسګونه خلکو نږدې ۱۵ ورځې کيږي چې په هغه ځمکه يې د احتجاج په ډول لويه خېمه درولې چې د ځايي دولتي ادارې لخوا مامورينو ته د خلکو په خبره نمرې کيږي.
د احتجاج کوونکی له ډلې يو تن حاحي محمد ولي انتخاب ويب پاڼې ته وويل، کلونه کيږي چې دغه ځمکه د دوی ملکيت کې ده چې ټولې ۳۰۰ کورنۍ پکې ونډه لري.
نوموړی وويل: (( دغه ځمکه چې د کندهار او هلمند عمومي سړک يې په منځ تېر شوی دی، ۹۰ جرېبه يې د پخواني والي په وخت کې موږ ته نمرې سوې چې اويزونه هم لرو، خو دا يوه برخه کې پاتې وه، موږ خلکو ته په کرايي ورکړې وه چې اوس ښاروالۍ، ولايت مقام او حاجي شرف الدين په نوم يو زورواکي لخوا غصبيږي او وېشل کيږي.))
حاجي محمد ولي په ډاګه د هلمند ښاروالۍ، ولايتي اداره او ځينې زورواکي تورن کړل چې د دوی ځمکه يې مامورينو او په ولسي جرګه کې د دغه ولايت ځينو استازو ته نمرې کړې.
حاجي محمد ولي وويل: ((موږ سره ښاروال ژمنه کړې وه چې دغه ځمکه ستاسې ملکيت دی او تاسې ته به يې نمرې کړو، خو ښاروال په خپله خبره ونه درېد او زموږ ځمکه يې نورو ته توزيع کړه.))
دده په خبره که ځايي اداره موږ ته خپل ملکيت رانه کړي نو دوی به کار پرې شروع کړي او سرايونه به پرې جوړ کړي.
بل پلو د هلمند ولايتي شورا وکيل بشير احمد شاکر او د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد چې د احتجاج کوونکو خېمې ته ورغلي و وايي، له يادو خلکو سره د قانون له مخې ملاتړ کوي او د دوی شخصي ملکيت به د غاصبينو له پنجو خلاصوي.
بشيراحمد شاکر وويل: (( هلمند کې ښاروالۍ او ولايتي ادارې ټولې ځمکې چور کړي او د خلکو په شخصي ملکيتونو پسې ګرځي چې يوه ټوټه ځمکه پيدا کړي نو ترې راتاو سي په يو او بل يې خرڅه کړي.))
شاکر وايي، د خلکو حق به غواړي او د شخصي ملکيتونو غاصبينو پر وړاندې به مقابله کوي.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد هم د خلکو د مدني حرکت کلک ملاتړ وکړ، نوموړي ولايتي اداره او ښاروالۍ تورنه کړه هلمند کې يې سلګونه جرېبه ځمکه غصب کړې.
همدرد وويل: (( دا لومړی ځل نه دی، هره ورځ ډلې ډلې خلک راځي او د ښاروالۍ او ولايت مقام څخه شکايت کوي چې کورنه يې نړولي دي، ځمکې را غصب کړي، دوه ورځې مخکې هم د مختار د سيمې خلک راغلي ول چې دولتي ادارې يې هديره غصب کړې وه.))
د خلکو دغه ادعا مې د هلمند ښاروالۍ رياست او د هلمند ولايتي ادارې سره شريکه کړه، خو دواړو لورو له خبرو کولو ډډه وکړه.
په دې وروستيو کې هلمند کې د ځمکې پر سر دعوې او خبرې ډېرې شوي دي، خلک ولايتي اداره او ښاروالۍ رياست پراخو ځمکو پر غصب تورنوي خو دولتي ادارې بيا د خلکو تورونه ناسم بولي.
د اخاينان غاصبان چيري د خلكو په غم كي دي يوازي خپل جيب ته كار كوي ،