تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۷مه: په هلمند کې نوی تعلیمي کال په داسې حال کې پیل شو چې لا هم تر ۶ لکه زیات کسان زده کړو ته لاس رسی نلري.

د هلمند د پوهنې رئیس محمد داود شاه صفاري وايي، ۲۷۴ ښوونځي یې ودانۍ نلري او ۷۷ ښوونځي بیا په بیلا بیلو ولسوالیو کې د ناامنیوله امله تړلې دي،چې د بیرته فعالیت په برخه کې یې د خلکو همکاري اړینه ده.

هغه دغه راز وویل، د تیرو کالونو په پرتله په زیاته اندازه نجونو او هلکانو په ښوونځیو کې نوم لیکنه کړيده، چې ۴۹ زره نجونې پکې په زدکړو بوختې دي.

د ۱۵ لکه کتابونو نشتون، د ۳ زره ښوونکو کموالی، د میز او چوکیو نه درلودل اوځینې نورې ستونزې شته چې د هلمند د پوهنې ریاست ورسره په نوي کال کې لاس او ګریوان دی.

بلخوا د هلمند والي ژمنه کوي چې په دې ولایت کې به ډير ژر د نویو ښوونځیو د جوړیدو چارې پیل شي خو نوموړی له طالبانوڅخه غواړي چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې د ښوونځیو جوړیدو ته اجازه ورکړي.

هلمند د تشکیل له مخې ۴۲۲ ښوونځي لري چې دمګړۍ د نا امنیو او ځینو نورو ستونزو له امله یې ۲۷۴ ښوونځۍ ودانۍ نلري او ۷۷ یې بیخي د زده کونکو پرمخ تړلې دي چې ۶ لکه ۳۷ زره زده کونکي ورسره له تعلیمه محروم دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *