لشکرګاه

لښکرګاه ته څېرمه د بولان د سيمې خلک وايي، شپږ تنه غله يې لاس په لاس نيولي چې له کورنو يې برېښنايي هندارې پټولې.

دوی وايي، حکومت دې بايد د غلو سره قانوني چلند وکړي څو د غلا پېښې کمې شي.

ورته مهال د هلمند مدني ټولنې مشر له دولت جدي غوښتنه کوي چې د خلکو د کورونو د ساتنې ترڅنګ دې نيول شوي غله مجازات شي.

بصيرالحق عادل

لښکرګاه ته څېرمه د بولان د سيمې يو شمېر خلک چې هلمند مدني ټولنې ته راغلي وو، وايي تېره ورځ يې شپږ تنه غله په داسې حال کې نيولي دي چې له کورونو يې برېښنايي هندارې غلا کولې.

دوی وويل، له ډېرې مودې راهيسې يې له کورونو او مسجدونو غلاوې کېدې خو دوی په دې نه و توانېدلي چې غله ونيسي.

هغوی له دولت ټينګه غوښتنه وکړه چې د دوی له لخوا نيول شوي غلو سره دې قانوني چلند وکړي ترڅو سيمه کې د ورته پېښو مخه ونيول شي.

د بولان د دښتي سيمې دغه خلک وايي، سيمه کې يې نور امنيت خوندي دی، خو د غلا پېښې پکې وخت نا وخت رامنځته کيږي چې دوی يې له ګڼو اندېښنو سره مخ کړي دي.

د سيمه والو لخوا دغه شپږ تنه غله اوس د پو ليسو په بند کې دي.

هلمند مدني ټولنې ته دغه راغلو خلکو اندېښنه لرله چې هسې نه نيول شوي غله يې پرته له دې چې سزا وويني خوشې شي.

د هلمند مدني  ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي، د بولان د دښتي سيمې د خلکو له لوري د نيول شويو  په اړه يې له امنيتي چارواکو سره خبرې کړي دي، ترڅو له غلو سره قانوني چلند وکړي.

هغه په يو شمېر سيمو کې د غلا په ډېرېدو اندېښنه هم وښوده خو له دولت يې وغوښتل چې هر مجرم ته دې د قانون سره سم سزا ورکړي.

په دې وروستيو کې لښکرګاه او ورڅېرمه سيمو کې د غلا او تښتونې پېښې ډېرې شوي دي چې خلک يې له ګڼو اندېښنو سره مخ کړي دي، خو امنيتي چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې د دغه ډول پېښو عاملين به په سزا ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *