تاند، دوشنبه، د قوس ۱۸مه: په هلمند کې د طالبانو یو موټر بم چاودنې د ۸ افغان سرتېرو ژوند اخیستی دی.
د هلمند امنیتي ادارې تاند ته وايي، پېښه د نادعلي ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه تالاشۍ پوسته شوې ده.
خو دفاع وزارت وايي، پېښه د ملي اردو پر سرتېرو شوې ده چې دوی په کې د پنځو پوځیانو د وژل کېدو خبره تایید کړې ده.
د ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې تاند ته په ډاګه کړې چې چاودنه یو مازدا موټر بم کړې ده او ۴ تنه سرتېري یې په کې ژوبل شوي هم دي.
بلخوا طالبانو د برید مسوولیت په داسې حال کې پر غاړه اخیستی دی چې ویاند یې سهیل شاهین تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دوی به پر امریکايي ځواکونو نور برید نه کوي او امریکایان به دوی نه په نښه کوي.
نادعلي د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه ۱۷ کېلو متره لرې پرته ناامنه ولسوالي ګڼل کېږي.