تاند، چهارشنبه، د دلوې ۱۶مه: د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې پر افغان امنیتي ځواکونو چاودنه شوې چې ۵ پولیسو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورنیو چار وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته وايي، چې د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ سپین مسجد سیمه کې د یو ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې ۲ پولیس وژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم ویلي چې دا چاودنه د سړک غاړې ماین له امله په ګرشک ولسوالۍ کې شوې، چې دوه پولیس پکې وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې ندی منلی، خو افغان امنیتي چارواکي یې پړه پر طالبانو اچوي.
خدای دې زموږ پولیس له بد نظرونو وژغوري
واکنش او خنده دار و مرموز بود