د هلمند ولايت د عامې روغتيا رياست مسؤلين وايي، ياد خوراکي توکي او درمل چې تر وخت تېر او بې کيفيته و د شپږو مياشتو په موده کې د ښاروالۍ په مرسته له هټيو راټول کړي و.
د هلمند د عامې روغتيا لخوا ياد خوراکي توکي په عام محضر کې وسوځول شول.
د دغه ولايت د عامې روغتيا د صحي چاپيريال ساتنې امر ډاکټر صديق قانع د بې کيفيته درملو د سوځولو پر مهال رسنيو ته وويل، مخکې له دې چې ښاروالي د لښکرګاه ښار د بېلابېلو هټيوالو تر وخت تېر او بې کيفيته خوراکي توکي راټول کړي نو دوی ته يې خبر ورکړی و چې خپل بې کيفيته خوراکي توکي پر خلکو ونه پلوري.
قانع وايي، ځينې هټيوال د ښاروالۍ له لوري د بې کيفيته خوراکي توکو په تور جريمه شوي هم دي.
نوموړې له خلکو غوښتنه وکړه چې د درملو او خوراکي توکو د پير او پلور پر مهال يې بايد نېټې ته پام وکړي څو د دوی روغتيا ته زيانمن تمام نه شي.
دی وايي هټیوالو ته يې د خوراکي توکو د کیفیت او پلورنې په اړه لایحې ورکړي دي، چې د نه عملي کېدو په صورت کې به هم د ښاروالۍ له خوا جریمه کیږي او هم به يي توکي نیول کیږي .
د عامې روغتيا رياست مسؤلين په داسې حال کې تر وخت تېر او بې کيفيته درملو ته اور اچوي چې ويل کيږي هلمند کې پر خپل سر درمل راوړل کيږي او په سيمو کې درمل پلورونکي خپلسري ډاکټري کوي چې وخت نا وخت دغه کار د خلکو د مرګ لامل شوی هم دی.