ځايي چارواکي وايي ميليونه هغه پاکستانۍ کلدارې يې بېرته کرونده ګرو ته ورکړې چې له دوی په ناقانونه ډول د کوکنارو د کښت د نه اړولو په موخه اخيستل شوې وې.

مسؤلان وايي، چې ځينې دولتي چارواکي او قومي مخور په سيمه کې د کوکنار پر سر د پيسو په اخيستلو تورن دي چې قانوني چلند به ورسره وشي.

د هلمند مرستيال والي محمد جان رسولیار وایي چې  ۲۸ مليونه پاکستانۍ کالدارې بيرته هغه کروندګرو ته ورکړل شوې چې په دې وروستيو کې د یو شمير سيمه ييزو قومي مشرانو او دولتي مسؤلينو لخوا په دې خاطر راټول شوې وې چې ګواکې د دوی کرل شوي کوکناربه نه اړول کيږي.

رسولیار زیاته وي چې په دې برخه کې څيړنې روانې دي او  ښکيل کسان به عدلي اوقضايي ارګانونوته وروپيژندل شي.

بل خوا بیا ځينې کروندګروايي چې کوکنار يې د اولاد نفقې د پيدا کولولپاره کرلي دي خو په دې وروستيو کې یو شمير قومي او سمیه یزو چارواکو د هر کور پر سر۲۰ زره پاکستانۍ کالدارې په دې خاطر ترې واخيستې لوړپوړو دولتي چارواکو ته به يې ورکوي، څو د دوی د کوکنارو کروندو ته زيان ونه رسوي.

ورته وخت کې په  مشرانوجرګه کې د هلمند د خلکو استازی محمد هاشم الکوزي وايي چې په دې لړۍ کې ددې ولايت په څلورو ولسواليو کې ۱۸۰ مليونه پاکستانۍ کالدارې له کروندګروڅخه راټولې شوې وې.

الکوزی وايي، له دولت غوښتنه وکړه چې د کوکنار پر سر له ځايي کرونده ګرو راټولو شويو پيسو کې ښکېل کسان دې قانون ته وسپاري.

هلمند کې هر کال د کوکنار د کښت پر سره له کرونګرو څخه یو شمير قومي مشران اوسمیه یز دولتي مسؤلین په زیاته کچه پيسې ټولوي؛ خو دا لومړی ځل دی چې دا موضوع رسوا کيږي او اخيستل شوې پيسې بيرته کروندګروته ورکول کيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *