ارشیف

تاند، دوشنبه، د سنبلې ۲۵ مه: د هلمند د پوهنې ریاست مسؤولين وايي ، چې ددې ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند په باباجي سيمه کې یو منځنی ښوونځی په بشپړ ډول سوځول شوی دی.

د باباجي د سيمې اړوند دغه ښوونځی کرغجد اوليا په نوم نومیږي، چې د سوځیدو علت يې تر اوسه معلوم نه دی، خو ویل کیږي دغه ښوونځی نه بریښنا لري او نه هم د اورلګېدنې کومې سيمې ته نږدې دی.

بلخوا د پوليسو يوې سرچينې رسنیو ته ويلي چې د ښوونځي د ادارې له خوا د مچیو ځالې ته اور اچول شوی چې وروسته اور پراخه شوی او ښوونځی سوځېدلی دی، مګر د پوهنې رياست وايي، په دې اړه پلټنې کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ښوونځیو د سوځول کیدو راپورونه خپریږي، بلکې له دې وړاندې هم له وسلوالو ډلو لخوا ښوونځي سوځول شوي او هلمندي ماشومان له زده کړو محروم شوي دي.

دا ښوونځی په داسې حال کې سوځول کیږي چې په هلمند کي تعليمي کال تازه پيل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *