تاند، پنجشنبه، د دلوې ۱۷مه: د هلمند د کرنې ریاست د بڼوالۍ د ملي پروګرام او مرسي کور موسسې د بدیل معیشیت پروګرام په اساس پر لسګونه جریبه ځمکه ۵۰ بڼوالو ته د پستې بڼونه نهالوي.
د هلمند د کرنې رئیس زلمی الکو وايي، د پلان له مخې به ۵۰ بڼوالو ته په نهر سراج ولسوالس کې د پستې باغونه جوړ کړي چې په دې تړاو یې روزنه هم ورکړې ده.
نوموړی وايي، د دغه پروګرام له مخې یې لومړی بڼوالو ته د پستې د پيوند، د ځمکې د اماده کولو، نقشې او نور مهم مسایل ورزده کړي دي.
نوموړی وايي، تر دې وړاندې يې هم په ۳۱۴ جریبه ځمکه د کروندګرو لپاره د پستې باغونه په دغه ولایت کې کرلي دي او دغه پروګرام ته به دوام ورکړي.
پسته د افغانستان د وچو مهمو مېوو څخه ده، چې ډېره د بدخشان، تخار، غور او دایکندي ولایتونو څخه ترلاسه کېږي.