تاند، جمعه، د جدي ۱۳مه: هلمند کې د حاجي محمد عیسی عمري په نوم یو سوداګر د ۱۰۰۰ بې سرپرسته ماشومانو لپاره د عصري زده کړو یو مفته ښوونځی جوړ کړی دی.

د عمري ښوونځي په نوم دا تعلیمي بنسټ په لښکرګاه ښار کې فعال دی او اوسمهال نږدې ۱۰۰۰ ته هلکان په کې په زده کړو بوخت دي.

 حاجي عمري وايي، د بې سرپرسته نجونو لپاره یې هم دمګړۍ د یو بل ښوونځي په جوړولو کار پیل کړی دی چې ټولې چارې به یې د ښځو لخوا اداره کېږي.

 په دغه ښوونځي کې نه یوازې د ماشومانو په ذکاوت ډېر کار کېږي،  بلکې قلمونه او کتابچې او درسي مواد هم مفته پر زده کوونکو وېشي .

دا په داسې حال کې ده چې په هلمند کې دا مهال ۲ لکه ماشومان ښوونځیو ته ځي خو تر ۶ لکو زیات ماشومان په کې له زده کړو بې محروم دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *