لیکواله: وږمه وردک
امريكايۍ ليكواله، سياسي فعاله او بريالۍ ويناواله هلن كلر په (د ۱۸۸۰ کال د جون په ۲۷مه) د آلاباما ايالت په تاسكامبيا ښار كې زېږېدلې.
هلن لا د اتلسو مياشتو نه وه، چې د مننجيت ناروغۍ له امله ړنده او كڼه شوه او له نړۍ سره يې اړيكه پرې شوه. چې د شپږ كالو وه دا يې الكساندر گراهام بېل ته وښوده، تر معاينې وروسته گراهام بېل دې ته يوه ٢٠ كلنه ښوونكې، چې آن ساليوان ميسي نومېده، زده كړې ته واستوله. دا مېرمن تر دې دمه د بوستون ښار د ړندو په ښوونيز مركز كې ښوونكې وه.
هلن كلر وروسته بيا ليكي، (زما رښتينى ژوند د ١٨٨٧ كال د مارچ مياشتې په هغه ورځ پيل شو، چې ښوونكې مې ژوند ته راغله، هغه مهال كابو اته كلنه وم). كلر د خپل ژوند دا مهمه ورځ تل يادوي او نه هېرېدونكې يې بولي. ساليوان سختگيره او فوق العاده ښوونكې وه. دا د ۱۸۸۷ کال له مارچ د ۱۹۳۶ کال تر اکتوبر پورې له هلن سره پاتې شوه.
ساليوان په خپلو گوتو د هلن پر لاس كرښې ايستې چې له دې سره اړيكې ټينگې كړي. له همدې لارې يې هلن ته توري او كلمې وښودل.
په څو مياشتو كې هلن توانېده چې كوم شيان لمسوي، هغه ته له تورو سره ونښلوي او هجا يې كړي. ورو ورو یې د گوتو په لمس د هغو كارټونو لوستل هم زده كړل چې توري پرې توږلي وو. د وخت په تېرېدو يې جملې لوستى شواى او پر يوه پاڼه د تورو له يوځايولو يې پخپله جمله جوړولى شواى.
هلن كلر له ١٨٨٨ نه تر ١٨٩٠ پورې هر ژمى د برېل ليك زده كولو لپاره پركينز موسسې ته تله؛ بيا یې په بوستون كې د سارا فولر تر نظر لاندې د خبرو كولو ښوونيزه دوره پيل كړه. دې د متكلم كس د شونډو او ستوني په لمس د هغه په خبره پوهېده.
هلن له ماشومتوبه پوهنتون تگ ته ډېره لېواله وه. په ١٤ كلنۍ كې يې د نيويارك د كڼو په ښوونځي كې نومليكنه وكړه او په ١٦ كلنۍ كې يې د ماساچوست ايالت (د ځوانو مېرمنو كمبرېج) ښوونځي ته لار ومونده.
كلر په ١٩٠٠ كال كې د رادكليف پوهنتون لخوا ومنل شوه او څلور كاله وروسته د خپلې ښوونكې ان ساليوان په مرسته، چې خبرې به يې د لاس په ورغوي ورته ليكې، له هغه ځايه فارغه شوه.
په دې موده كې دا وتوانېده چې د ښوونكې آنې پر ستوني د گوتو اېښودو او د هغې د غږېزو غړو د حركت په تقليد سره خبرې زده كړي. له همدې امله دا لومړنۍ ړنده او كڼه وه چې له پوهنتونه فارغه شوه.
هلن كلر له هغه راهيسې چې په رادكليف پوهنتون كې محصله وه، ليكوالي يې پيل كړه او دې لارې ته يې ٥٠ كاله ادامه وركړه. پر (زما ژوند) كتاب سربېره، ١١ نور كتابونه او گڼ شمېر مقالې لري چې موضوع يې تر ډېره ړوندوالی، كڼوالی، ټولنيز مسايل او د ښځو حقونه دي.
هلن هېڅكله د نورو ړندو، كڼو يا ړندو او كڼو اړتياوې له پامه ونه غورځوې. دې د ډاكټر پيټر سالمون په مرسته يو ښوونيز مركز پرانيست چې وروسته بيا (د هلن كلر ړندو او كڼو ځوانانو او مشرانو ملي مركز) په نوم ونومول شو.
هلن كلر د امريكا د سوسياليست گوند غړې وه او په څو ټاكنو كې يې پرله پسې د نامتو كمونيست او سوسياليست يوجين دبس له نوماندۍ ملاتړ كاوه.
د ښځو د حقونو په برخه كې هم فعاله وه، د مېندوارۍ كنټرول او ښځو ته د راى وركولو حق يې غوښت. هلن كلر د روسي انقلاب پلوۍ وه او په دې برخه كې يې دوه مطلبونه (له شوروي روسيې سره مرسته وكړئ) او (د لينين روح) ليكلي.
په ١٩٣٦ كال كې، هلن كلر ايستن، كنتيكت ته ولاړه او د عمر تر پايه هلته پاتې شوه. دا په ۱۹۶۸ کال د جون په لومړۍ په ٨٧ كلنۍ مړه شوه.
هلن کلر تر زېږېدنې څو ورځې وروسته، کڼه او ړنده شوه. پر دومره ستونزو سربېره دې امريكايۍ ليكوالۍ خپل نوم د تاريخ د نامتو څېرو په کتار کې راووست. کلر ثابته کړه چې که څوک ماتې ونه مني، نو د بايلونكو په ډله کې نه راځي. د غوښتلو او لاسته راوړلو تر منځ لوى توپير دى.
(زه هغه څه ليداى شم چې تاسې يې تياره بولئ او د همدې لپاره خوشاله يم ځكه دا تياره نړۍ راته سره زر ده. زه هغه نړۍ ليداى شم چې خداى جوړه كړې، نه هغه دروغ نړۍ د انسان په لاس جوړه شوې ده).