جميل وقار
همت بنسټ چې د پوهنې او روزنې په برخه کې فعالیت کوي، نن پنجشنبه د ۱۳۹۵ لمریز کال د لېندۍ میاشتي په څلورمه نېټه پرانیست غونډه وکړه او په غزني کې يې د پوهنې روان بهیر ناعادلانه وبلل او د پوهنې له وزارت څخه یې جدي غوښتنه وکړه، چې د بودیجې د بیلانس پر ځای محرومو سیمو ته پاملرنه وکړي او له قانون سره سم متوازن انکشاف د شعار پر ځای په عمل کې پیاده کړي.
همت بنسټ چې د پوهنې او روزنې په برخه کې فعالیت کوي، نن پنجشنبه د ۱۳۹۵ لمریز کال د لېندۍ میاشتي په څلورمه نېټه پرانیست غونډه وکړه او په غزني کې يې د پوهنې روان بهیر ناعادلانه وبلل او د پوهنې له وزارت څخه یې جدي غوښتنه وکړه، چې د بودیجې د بیلانس پر ځای محرومو سیمو ته پاملرنه وکړي او له قانون سره سم متوازن انکشاف د شعار پر ځای په عمل کې پیاده کړي.
غونډه پنجشنبه ماسپښين مهال د پوهنې په عامه کتابتون کې د ياد بنسټ له لوري را بلل شوې وه، چې د لرې پرتو ولسواليو څخه سپين ږيري، متنفذين او علما کرامو برخه اخیستې وه.
غونډې د نظامت چارې د ځوان ليکوال اجمل بلهار جلالزي په غاړه وې، قدرت الله ملنګ د سپېڅلي کلام په ايتونو سره غونډه پيل کړه، ملي سرود په درنښت خلک په خپلو ځایونو کې ودرېدل.
همت بنسټ په استازيتوب ښاغلي سميع الله صديق د پرانيستونکي وينا لپاره دريځ ته وبلل شو.
ښاغلي صدیق د خبرو په پيل کې وویل: همت بنسټ د پوهنې په برخه کې له تېرو دوو کلونو راهیسې مقدماتي فعالیتونه پيل کړي، لرې پرتو سیمو ته مو سفرونه کړي، د ولسوالیو ستونزې مو له نیږدې کتلې، له مدیرانو، سرښوونکو، ښوونکو او زده کوونکو سره مو د پوهنې په برخه کې د هغوی په ستونزو خبرې کړې دي.
ښاغلي صدیق د خبرو په پيل کې وویل: همت بنسټ د پوهنې په برخه کې له تېرو دوو کلونو راهیسې مقدماتي فعالیتونه پيل کړي، لرې پرتو سیمو ته مو سفرونه کړي، د ولسوالیو ستونزې مو له نیږدې کتلې، له مدیرانو، سرښوونکو، ښوونکو او زده کوونکو سره مو د پوهنې په برخه کې د هغوی په ستونزو خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، د پوهنې په برخه کې توپيري چلند، لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته د پوهنې د مسوولینو نه پاملرنه، مرکز او نورو سیمو ته د لرې پرتو محرومو ولسوالیو د بستونو خدمتي ورکول او په ټوله کې د پوهنې په برخه کې روانې بې عدالتۍ نورې د منلو وړ نه دي او له قومي مشرانو او دیني علماو څخه یې مننه وکړه چې د پوهنې په بهیر کې د اصلاحاتو او ښوونځیو ته ابتدايي وسایلو د برابرولو په برخه کې يې له همت بنسټ څخه ملاتړ وکړ.
ښاغلي سمیع الله صدیق همدا راز زیاته کړه چې د لرې پرتو سیمو ښوونځي چې د مرکزي او محلي ادارو پاملرنه ورته ټيټه یا هیڅ ده، په هیڅ صورت له اماني، شمس العارفین، سنايي او یا نورو هغو لېسو سره چې د امکاناتو له پلوه غني دي، د پرتلې وړ نه دي؛ نو بیا ولې په کانکور ازموینه کې په یوه څوکۍ کېنوي؟ په داسې حال کې چې دا نه عدالت دی او نه مساوات.
نوموړي د دولت دا چلند له عدالت او مساواتو سره په ټکر کې وبلل او ویې ویل چې دا په قصدي ډول د لرې پرتو او محرومو سیمو په تحصیلي انزوا کې ساتل دي.
د سمیع الله صدیق په ټکو چې د همت بنسټ د مبارزې یوه برخه داده چې د لرې پرتو او محرومو سیمو زده کوونکو ته د عدالت په بنا د کانکور په ازموینه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، هغه په دولت غږ وکړ چې د دې سیمو زده کوونکو ته دې په کانکور کې معقول او منطقي تخفیف په نظر کې ونیسي، ترڅو یادې سیمې په راتلونکي کې له مسلکي ښوونکو څخه برخمنې شي.
نوموړي وویل: همت بنسټ په پام کې لري، چې تر ټولو محرومو (زنخان، خوګیاڼو او ګیرو) ولسوالیو زده کوونکو لپاره د کانکور چمتوالي په موخه دری میاشتني کورسونه په لاره واچوي او د دې په لټه کې دي، چې د ګیلان ولسوالۍ په شمول یو شمېر نورو ولسوالیو ته هم دا پروسه وغځوي.
د غونډې دویم ویناوال د اندړو ولسوالۍ قومي مشر محمد عیسی قربانخېل و. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې د کلي ښوونځی یې اویا کاله وړاندې جوړ شوی، خو د غزني د معارف ریاست نه پاملرنې له امله کنډې کپر دی، زده کوونکو شمېر یې ۱۲۰۰ تنه دی، خو دری تنه رسمي ښوونکي لري او له ځلونو هڅو سره سره معارف ریاست یې غوښتنو ته هیڅ توجه کړې نه ده.
د خوګیاڼو ولسوالۍ په استازیتوب د دې ولسوالۍ د پوهنې مدیر ښاغلي حبیبي خبرې وکړې. هغه وویل چې د ولسونو غوښتنه د پوهنې چټکتیا او پراختیا ده، خو پوهنې ریاست یې غوښتنو ته هیڅ راز پاملرنه نه ده کړي.
د مقر ولسوالۍ په استازیتوب انجنیر شهزاده عاصم دریز ته ووبلل شو. نوموړي د پوهنې په برخه کې د مقر ولسوالۍ ستونزې بیان کړې او له همت بنسټ څخه یې مننه وکړه چې په دې برخه کې لیڅې رانغښتي او له ولسونو سره په ګډه د پوهنې په برخه کې کار کوي.
ښاغلي شهزاده عاصم زیاته کړه چې د ولسوالۍ ښوونځي د تشکیل له کمښت سره مخ دي، خو معارف ریاست یې بستونه نورو سیمو او مرکز ته په خدمتي ورکړي دي.
د زنخان ولسوالۍ په استازیتوب له یادې ولسوالۍ څخه راغلي دیني عالم مولوي عبدالسلام خبرې وکړې. نوموړي وویل چې د اسلام د مقدس دین له اساساتو سره سم تعلیم فرض دی او په عصري او دیني علومو کې د اسلام د مقدس دین له نظره هیڅ راز توپیر نشته. هغه د پوهنې په برخه کې د همت بنسټ له فعالیت څخه ستاینه وکړه او همدا راز یې وویل چې د هر مسلمان ایماني او وجداني وجیبه ده چې د پوهنې په برخه کې د خپل وس او توان په اندازه هڅې وکړي.
نوموړي په خپلو وار سره په لرې پرتو ولسوالیو کې د پوهنې ستونزو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د زنخان په شمول د غزني په یو شمېر ولسوالیو کې ښوونکي او زده کوونکي د امکاناتو (کتابونو، خېمو، څوکیو، مسلکي ښوونکو، تشکیل…) له نشتون سره مخ دي او په همت بنسټ یې غږ وکړ چې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
د غونډې په دوام کې ښاغلي ډاکټر عبدالباقي د مرکز د کلیو په استازیتوب، قومي مشر عیسی خېل او د زنخان د مرکزي لېسې سرښوونکي دریز ته راغلل او په خپل وار یې د خپلو سیمو ستونزې بیان کړې.
د غونډې په پای کې د کلیوال ملګري ټولنې مشر انعام الله ګوهر د غونډې د ارزونې په موخه خبرې وکړې. نوموړي د همت بنسټ هڅې وستایلې او په تعلیمي ډګر کې د داسې بنسټونو د رامنځ ته کېدو اړتیا جدي وګڼله.
ښاغلي ګوهر زیاته کړه چې کلیوال ملګري ټولنه به په دې مبارزه کې د همت بنسټ تر شا درېږي او د پوره همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
ګوهر له قومي مشرانو او دیني عالمانو څخه مننه وکړه او تاکید یې وکړ چې د دوی ملاتړ او لارښوونې د پوهنې د بهیر په اصلاح خورا ارزښتناکې دي.
غونډه د مولوي عبدالسلام له لوري د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.