سید سلیمان اشنا| می ١٨ واشنگټن

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

اکثریت افغانان د خپل هیواد دننه د خپلو مدني حقونو برخمن ندي. ځنی سیمه ایزه زورواکي په فردي ډول ترپخوا ډیر ځواکمن شوي، دولتي چارواکي اکثره په اداري فساد کې لاس لري او اصلي حکومتي خدمات خپل آخرې کچې ته بی اغیزه شوي.

موسسات د خپلې خوښې په هغو برخو کې فعالیت کړې او کوي چې، هیڅ کله د ټول هیواد د یو مرکزي نظام دنده نشي ترسره کولی. امنیتي ځواکونه چې ترپخوا ښه روزنه او امکانات لري، په ډیرو سیمو کې پخپله د نا آمنۍ او د ولس د کړاو سبب کیږي.

د طالبانو په نوم ډله د پخوا په شان تښتونې، وژنې او ځان مرگو ته دوام ورکوي. د حکومت یوشمیر چارواکي د نسلونو لپاره د ملیونونو شتمنیو خاوندان شوو، خو اکثریت نفوس برعکس د سترې اقتصادي او اداري مافیا سره مخامخ دی. قومي او ژبنې تبعیض چې د کورنۍ جگړې وروسته د یوې رسمي لایحې په توگه د سیاسیونو څخه پیل او اوس یې مدني ټولنو ته ریښې ځغلولي، د هرې دیموکراتیکې پدیدې او حرکت په وړاندې د نفاق سیورې خور کړې.

قانوني اجرائیوي شعبې چې باید د اکثرو خپل سریو په وړاندې جدي گام واخلي، د ارگ د مصلحتي حاکمیت په وجهې یې خوله بنده او لاسونه لنډ دي. سیاسي تحول په داسی وضعیت کې کیدونکی دی چې اکثریت والیان، د پولیسو قوماندانان، د اردو منصبداران، د ملي امنیت سیمه ایزه آمرین، د کابینې او پارلمان یو شمیر غړي او نور حکومتي چارواکي په علني توگه د قانون خلاف په ټاکنو کې لاسوهنه او مدني پروسه تهدیدوي.

د ارگ ملیونري شان او شوکت او کمزوری حاکمیت ددی سبب شوی چې بیسواده او ناپوهه زورواکي د جهاد او پلرني سیاسي جنگي رسوخ د امتیار په بدل کې د هیواد ملي شتمني تالان او سیاسي قدرت لاس کې واخلي. فرهنگیان، منل شوي مدني فعالان، په سیاست پوه کدرونه، او روشنفکره علماء د سیاسي صحنی لری ساتل شوي.

په رسنیو او ملي کنفرانسونو کې د ملي مسایلو سره نااشنا او ناپوه خلک د متخصصینو په حیث معرفي کیږي، او د هیواد اوضاع په ناانډوله توگه په جهاني سطحه یادوي. دیپلوماتان مو د لیږل شوي سفارت نه بیرته هیواد ته نه ستنیږي، او محصلین مو بی رشوت او واسطی پوهنتون ته ننوتی نشي.

تردی وروسته د مرکزي نظام په وړاندې د پوځي کودتاگانو او ولسي پاڅونونو وخت تیرشوی. افغانان د نړۍ د نورو اتباعو په څیر د ټاکنو په بهیر کې د مرگ له گواښ سره سره، غواړي یو زعیم تعین کړي، خو په هماغه شپه یې رایې غلا کیږي، مفسد حاکمیت د سرطان ناروغۍ په څیر په ټولو شعباتو کې لارې جوړی کړي.

د پرمختگ امکانات

د ټولو ناخوالو ترڅنگ، افغانان د ټاکنو په غیر بله هیڅ یوه لاره نلري. همدا ټاکنې به مو د مرکزي دولت خاوند کړي، همدا ټاکنې به مو د جهان سره د خبرو په یولوري بدل کړي، همدا ټاکنې به مو د فساد د ورکیدو، اهلیت رامنځ ته کیدو، مدنیتونو سره د ارتباط جوړیدو، کورني اقتصاد ته د ودې ورکول کیدو، په امن کې د ژوند تیریدو او لسگونو نورو انساني ارزښتونو خاوندان کړي.

د ملیونونو پرځای سل زره کسان په ټاکنو کې گډون وکړئ، خو د خپلې ورکړل شوې رایې د څارنې لپاره له دقت نه کار واخلئ. ستاسو رایه ددی هیواد د هرډول بدلون سبب کیږي، مه پریږدئ چې یو مفسد شخص د سل زره ډالرو په بدل کې پیدا شي او یو ملیون رایې ورکې کړي. اجازه مه ورکوئ چې ستاسو گټلې جگړه، ستاسو په تندي د ناکامۍ نښه شي، مه پریږدئ چې ستاسو آزادي، مدنیت او تکامل مو څوک غلا او سپک کړي.

د جوزا په څلورویشتمه به بیا رایه ورکړئ، خو په یاد ولرئ چې د همدې ټاکنو وروسته به پدی هیواد کې داسی یو پړاو پیل شي چې د اساسي قانون، اجرائیوي قوې او ښاري تمدن په غیر به ژوند ناممکن وي، او د داسی ژوند د پیل اساسي ستن همدا ټاکنې دي. ستاسی د نن دقت د راتلونکو لسیزو د ثبات سبب کیږي. د یوبل په وړاندې د تعصب او توهین نه پرهیز وکړئ، چاته اجازه مه ورکوئ چې د یو قوم ویاړ مو وگڼي خو د افغانستان لپاره مو نیگړی وگڼي.

چاته اجازه مه ورکوئ چې د اوسني افغانستان د جغرافیې دننه اتباع د یو واحد تابعت افغان پرځای په یو قوم او بل قوم یاد شي. دا بیرونۍ دسیسې دي، ددی هیواد ټوله هستي په ټولو قومونو کې ویشل شوی، په یوازی سر هیڅ قوم، ددی هیواد سرنوشت نشي معلومولی، همداسی چې ټول پدې هیواد کې حق لري، همداسی دا هیواد په ټولو حق لري.

ددی هیواد د ویاړونو، ارزښتونو، ملي شتمنیو، ژبو، فرهنگونو، او هرډول مادي او معنوی ارزښت ته سپکاوی، ډیر ژر د بل هیواد په گټې تمامیږي، د افرادو د سپکو اعمالو په وجهې د هیواد ملي ارزښتونه مه کمزوري کوئ، د ژبو نه د نژدي والي، مینې او ورورگلوئ استفاده وکړئ او د افغانستان د راتلونکې لپاره یوموټی شئ. د قدرت او مادیت پرست هوسبازانو ته سیاسي واک مه سپارئ، د هری ملي اصلاح لپاره په مدني توگه غږ اوچت کړئ او د اړوندې مرجع سره یې د حل لپاره لاس ورکړئ. په خپل ځان، کورنۍ اوهیواد فکر وکړئ، د رایو مرکزونو ته ورشئ اوهغه چاته رایه ورکړئ چې ستاسو د راتلونکي نسل د بقا، ارتقا او تقوا ساتنې سبب کیږي.!

2 thoughts on “همداسي چې ټول په دې هیواد کې حق لري، همداسي دا هیواد په ټولو حق لري!”
  1. ډیر ه په زړه پوری لیکنه ده . هیله ده زمونږ ټول هیواد وال یی ولولی او هغوی ته چی د انترنت امکانات نه لری په شفاهی ډول سره ورسوی. هر ځوان باید خپل تاریخی مسوولیت پرځای کړی.

  2. سلام اشنا صاحب
    خدای پاک دي تاسي ته اوږد عمر درکړي ترڅو خپل اولس ته دارنګه ډير نور حقایق بیان کړی تاسي چي څه ویلي دي هغه ټول رښتیا دي خداي پاک دي یو مثبت تحول او بدلون راولي چي د پورته ټولو ذکر سوو ناخوالو څخه خلاص سو او یو ځل بیا ددې هیواد رښتیني بچیانو، روشنفکرانو او با احساسه خلګو ته د چوپړ کولو چانس په لاس کي ورسي او په اوسني دور کي ټول هغه
    کسان چي ددې هیواد سره يي ملي خیانتونه کړي یو یو په سزا ورسوي.

    مننه

    په افغانسان کي د یو با ثباته او رښتنی نظام په هیله
    محمدخان واصفي
    هلمند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *