ژوند یوه منډه ده، له دې منډې سره ستړیا، خفګان او خوښي ټول ملګري دي. ددې نابودي دنیا په منډه کې، ځيني په مادیاتو او ځیني په معنویاتو پسې هڅه کوي، خو ځیني یې بیا ددې دوو څخه د یوه په ارزښت هم نه پوهېږي. ځیني سل کاله ژوند وکړي، خو له مرګ وروسته یې څوک نوم هم پر خوله نه راوړي، خو ځیني بیا په لنډ عمر کې دومره کیسې وګټي، چې تر مرګ وروسته یې هم نوم د تاریخ پر زرینو پاڼو لوستل کېږي.
ما په خپل ژوند کې د بریا او معنویاتو لاره خپله کړې، په دې لاره کې چې هر څورمره ستومانه شوی یم، بیا یې هم لږ بولم. پر عقلانیت، انسانیت او د ژوند پر ارزښتونو باندې باور لرم. ښه ملګري، ستړیا او د کتاب سره مینه مې د ژوند لومړیتوبونه دي. د ښو ملګرتیا کوم، د بدو پر وړاندې مبارزه کوم. بد مې تر سترګو بد ایسي، د ښو سره مې د زړه مینه ده. سالم سیاست د ټولنې د ستونزو د حل لاره بولم، نورو ته هم د منفي او ناسالم سیاست پر ځای، د مثبت او سالم سیاست کولو مشوره ورکوم. د اصلاح لپاره که مې الفاظ توند هم شي، له نورو سره یې د همکارۍ مناسبه لاره بولم.
له هر چا زده کړه کوم، مشورې ته په درنه سترګه ګورم، د ژوند په منډه کې تل په ښو او هوښیارو ملګرو پسې منډه وهم. له بدو هغو ځان ګورم، یا خو یې د اصلاح لپاره هڅه کوم. له پیسو ګټلو سره مې جوړه نه ده، د کېسو په ګتلو کې لوی لاس لرم؛
زما د ملګرو له منځه هم دا کېسه ده، ځینې یې پیسې ګټي، خو ځیني یې کیسې. هغه چې کیسې ګټي، د ولس په درر دردمن، بریالي او مطرح کسان دي. زه چې په ژوند کې پر خپلو شتمینو حساب کوم، نو یو حساب مې پر هغو ملګرو هم کوم، چې پوهېږي او په ټولنه کې شپه او ورځ نه ستړي کېدونکي خدمتونه ترسره کوي.
له دې ډلې یو هم، ښاغلی سردارد محمد همدرد دی، چې د محرومي ټولنې او د کډوالۍ او جګړې له ناخوالو راوتلی، ښوونځی یې لوستلی، پوهنتون یې خلاص کړی، په مدني ټولنه او ټولنیزو فعالیتونو کې یې خدمت کړی، مبارزه یې کړې، ملګري یې موندلي، په محلي او ملي سیاست کې لوبیدلی، تر دې چې نن، کیسې ګټلي، مطرح شوی او بریالی انیسان ترې جوړ شوی. هغه اوس، د هلمند ولایت مقام مرستیال والي دی. شپه او ورځ یې پر ځای یوه کړې، د مبارزې او سیاست ترڅنګ خپلې رسمي چارې په بریالیتوب سره پرمخ وړي، تر دې چې؛ پر رسمي چارو سربیره، مخالفتونه، دوستۍ، مناسبتونه، لیکوالي او د ټولنې خدمت هم ور ترغاړې دي.
همدرد څو اړخیز شخصیت لري، له شعر او ادب نیولې، د ټاکنو او سولې په اړه هم تجربه او معلومات لري. زه یې یواځې پر زغم او سیاست ږغېږم. دا لیکنه نه د ښاغلي همدرد مخالفین غندي او نه یې هم ستاینه کوي، یواځې د یوه بریالي ځوان د ژوند سیاسي اړخ بیانوي، چې نورو ځوانانو ته د بریالیتوب انګېزه ورکوي. تر کومه چې، زه ښاغلی همدرد پېژنم، هغه د لوی زغم، پراخ لید لوري او پیاوړي ټولنیز شخصیت څخه برخمن دی.
هغه اوږده، خو بریالۍ مبارزه کوي. ستونزې را پلټي، خو په حوصله او مشوره یې حلوي. ملګري لږ پیدا کوي، خو تل یې له ځان سره ساتي. د ملګرو په منځ کې پر لږو ملګرو حساب کوي. د سختۍ په وخت کې د درېدو تمه درڅخه کوي، همداسي د سختۍ په وخت کې در سره درېږي. د ټولنې له ټولو طبقو سره اړیکې لري، خو ډېره ناسته ولاړه یې له ځوانانو او مشرانو سره ده. لمونځ په جماعت کوي، چای او ډوډۍ له مېلمنو سره خورې، تر دې چې ډېر لږ وخت به یې له خپلو اولادونو سره د شپي ډوډۍ خووړلې وي. له ټوکو سره یې مینه ده، خپله ټوکي نه کوي، خو له نورو یې په اوریدو خوشحالېږي. له غریبو او بیچاره وګړو سره یې ډېره جوړه ده، پر ملګرو باور کوي او له هغوی هم، د ورته باور هیله کوي.
د سیاحت او تفریح سره یې د وزګارتیا تر بریده مینه ده. اول خپل کار خلاصوي بیا مجلس کوي. د ښاغلي همدرد خاصیتونه ډېر په زړه پورې او لوړ دي، پورته ځانګېړنو ته په کتو سره ویلای شو، چې هغه یو ښه رهبر، یو ښه ملګری او یو ښه سیاستوال کېدلای شي. مبارزه کوي، خو میدان نه پرېږدي، مخالفت کوي، خو دوامداره مخالفت نه کوي، د ملي او ټولنیزو ګټو په وخت کې له هر مخالفت څخه تېرېږي، د عامه ګټو د خوندیتوب په خاطر خپلو مخالفینو ته هم غاړه ورکوي. د ستونزې او شخړې په وخت کې ډېر ږغېږې، تر هغه چې ستونزه حل شوې نه وي، نا حل شوې یې نه پرېږدي.
کلونه وړاندې، د هلمند له والي محمد ګلاب منګل سره د ځوانانو او ادب پالو ستونزه راغله، ژمنه وشوه، چې ټول به یې پر وړاندې کلک درېږي او پر وړاندې به یې په ټینګه مبارزه کوي، له بده مرغه ډېر له دې دریځه تر شا شوه، چې له منګل صاحب څخه یې د دندو او امتیازاتو په بدل کې د اختلاف لاس واخیست. یو سړی، په مبارزه کې ټینګ و درېدی، هغه همدا ښاغلی همدرد و، کابل ته ولاړ، ځوانان او مشران یې پر ځان ور ټول کړه، له ارګ وروسته، یې د انګستان سفارت مخي ته لاریون وکړ، ګلاب منګل له خپلې دندې لیرې شو، همدرد له کابله هلمند ته راغی، ټول هغه ځوانان، چې دده مخالفت یې کاوه، ور ټول او د هلمند لپاره د خدمت کولو په موخه یې ورسره ګډ کار پیل کړ.
هغه مهال چې د هلمند نوی والي حیات الله حیات د والي په توګه هلمند ته راغی، له همدرد یې وغوښتل، چې د ولایت مقام د چارو د لا پیاوړتیا او ښه والي په توګه دې د هلمند ولایت د مرستیال دنده ومني. هغه ډډه وکړه، هڅه یې کول، چې کوم بل تکړه ځوان د هلمند مرستیال والي شي، په دې کې کال تېر شو، یو ځل بیا له همدرد څخه وغوښتل شوه، چې د هلمند د مرستیال والي په توګه دنده اجراء کړي، دا ځل موږ ملګرو پرې ټینګار وکړ، چې دنده ومني. دنده یې ومنل، د مقررۍ مکتوب یې په یوه اونۍ کې خلاص او هلمند ته را ورسېدی.
زه او ښاغلی همدرد ډېر نږدې سره پاته شوي یو، تر دې چې ګډ سفرونه مو کړي، ملګرتیا مو کړې، ګډه مبارزه مو کړې او ان د هلمند مدني ټولنه مو له نورو مبارزو او عالمو ملګرو شریف الله دوست سرواني، الحاج محمد اسماعیل شریعتیار، استاد عبدالستار ستوري، حاجي عتیق الله خان، عبدالودود طراح، فوزیه علومي، استاد غلام سرور غفاري او یو شمېر نورو مبارزو او غښتلو ملګرو سره په ګډه جوړه او تر ننه بریالۍ ساتلې ده.
هلمند کې د افغانیت او اسلامیت په په ننګه تر ټولو لومړی ږغ همدې هلمند مدنې ټولنې پورته کړ، د هلمند د اوبو، په اداره کې د اصلاحاتو او دې ته ورته د نورو اړینو مسائلو لپاره هم هلمند مدني ټولنې پر ځای او عقلاني مبارزه وکړه.
داسي وختونه به هم راتلل، چې کله به ډېر بوخت وو، د شپي به مو د اجرائیه کمیټې ناستې نیولې او مبارزه به مو کوله. همدرد د نورو ملګرو په پرتله کارونو کې جدي و، خو بیا یې هم پر مشورو تیکه کوله او تل یې د چارو په ښه سمبالښت کې له ملګرو سره انفرادي او ډلیزې مشورې کولې، تر دې چې، د خپل ځاني چارو په اړه یې هم مشورو ته ترجیح ورکوله.
ددې ترڅنګ، چې همدرد یو مبارز، د بشر حقونو فعال او پیاوړی ځوان سیاستوال دی، هغه یو بریالی لیکوال، شاعر او ادیب هم دی. ماته یې تر ټولو جالبه دا وه، چې کله د هلمند د مرستیال والي په توګه وګمارل شو، بیا یې هم کله نا کله پر رسنیو د روانو ناخوالو په اړه لیکنې لولو او هغه دا چاره نه ده پرېښيې.
له ښاغلي همدرد سره د نږدې پاته کېدلو ترڅنګ، مې د هغه لیکنې لوستې او د هغه د سیاسي مبارزې په اړه مې څو کرښې تورې کړي. په لاندې څو بیلګو کې مې، دهغه څو بعدیز شخصیت ته کتنه کړې، نقد مې پرې کړی او خپل اند مې هم شریک کړی. د هغه د ستاینې او ښو نقطو ترڅنګ مې پر ځینو نقطو باندې نیوکه کړې.
ښاغلی همدرد په خپلو لیکنو کې پر ملي ستونزو د حل لپاره نظر ورکوي. پر محلي ستونزې سربیره یې تل پر ملي مسائلو هم لیکنې کړي. هغه د ملي شورا په اړه لیکي: ((تر هغه وروسته چې پارلمان (ملي شورا) ژمنۍ رخصتي وکړه، خو بيا هم د ولسمشر او اجرايه مشر ترمینځ د کابينې د پاتې غړو په نومولو کې ډېر وخت تېر سو، او دغه ځنډ مو هېواد په بد حالت کې ښکېل کړ، خو بيا هم د ملي يووالي حکومت په دې وتوانېد، چې په ډېرې خوارۍ او ډېرو تا ويلو او مايلو سره، د کابينې پاتې غړي دوه ورځې مخکې ولسي جرګې ته ور وپېژني، خدای خبر چې د ملي شورا غړې به کومه ناروا لوبه پر مخ یوسي.))
همدرد صیب سیاسي لیکنې کوي، جدي نقد کوي او په لیکنو کې یې ویره نه تر سترګو کېږي. داسي تاند قلم چلوي، چې د هیچا پر وړاندې یې هم د انتقاد په الفاظو کې دریغ نه دی کړی. تر هغه وروسته چې په هلمند کې مواجه شو، د ملي یووالي حکومت مشرانو ته یې خورا اوږد او جدي لیک ولېږه، ددې لیک په یوه برخه کې چې پر رسنیو هم خپور شوی، د ملي یووالي حکومت پر مشرانو نیوکه کوي او د هلمند د روانې لانجې د حل غوښتنه ترې کوي.
د افغانستان پر بهرني سیاست او بهرنيو ستونزو هم ږغېدل او تل یې پر رسنیو، پر نړیوالو نیوکې کړي. هغه لیکي: ((دامریکا او متحدینوپه مرسته د پخواني ولسمشر حامدکرزي په مشرۍ، چې کوم حکومت جوړسو، په لومړي ځل د بن په غونډه کې لویه تېروتنه داوه چې، طالبان او حزب اسلامي یې نفي کړه او له هغوی سره یې پریکنده دریځ اعلان کړ.))
ښاغلی همدرد، چې د تېر حکومت له ډېرو سر سختو منتقدینو څه و، تل یې پرې انتقاد کاوه او د ستونزو د حل لپاره یې حل لارې وړاندې کولې، تر دې چې؛ د پخواني حکومت پر بهرني سیاست یې په وار وار لیکنې وکړې، په یوه لیکنه کې په جدي ټکو لیکي: ((تیر حکومت د خپل ناکامه بهرني سیاست تر څنګ، په پراخ اداري فساد کې ښکېل و او په دې و نه توانیدی، چي د نړیوالو مرستو څخه د اساسي هېواد د جوړوني لپاره کار وکړي، له دې ټولوسره سره افغانستان یو ځل بیا دا تاریخي چانس پیداکړ چې دا کنډ اوکپر کیښتۍ یوځل بیا ورغوي او تر ساحله یې ورسوي.))
ددې ترڅنګ چې یو پیاوړی او جدي منتقد لیکوال او سیاستوال دی، ښاغلی همدرد ډېر زړه سواند او مهربانه انسان دی. هغه تل د ټولنې له ناخوالو ځورېږي، زړه خوري او په خپلو لیکنو کې پر نقد سربیره شکایت کوي. داسي ښکاري، لکه هغه چې هر کله، په هره ټولنیزه ناخواله او ناروا باندې اوښکي تویوي او د خلکو په درد دردمن دی. هغه د شهید اباسین په اړه یو ځای لیکي: ((په کومه ورځ چې تنکی اباسين د ظالمانو په منګولو کې ولوېدی او بيا چې په بې رحمانه ډول ووژل سو، تاسو باور وکړئ، چې سړی روحاً په دې موضوع باندې د نا ارامۍ احساس کوي او په دې موضوع زيات ځورېدلم.))
پر جدي نقد سربیره، ښاغلی همدرد د سولې د پروسې په اړه نظریات لري، تل ټينګار کوي، چې د سولې لپاره هر راز قرباني وکړو، هغه د هېواد د ټولو بدبختیو اساسي رېښه جګړه بولي، ځکه نو پر سوله باندې ټينګار کوي. هغه د جنګسالار له کلمې څخه سخته کرکه لري، تل یې پر همدې وګړو نیوکې کړي، خو کله چې د سولې او د هېواد د ملي ګټو خبره راځي، بیا لوی زغم کوي، هڅه کوي، چې د ځوانانو په منځ کې د زغم کلتور پیاوړی کړي، هغه مهال چې ښاغلی حکمتیار د سولې له پروسې سره یو ځای شو، ښاغلی همدرد لومړنی لیکوال و، چې د موضوع پر اهمیت یې لیکنه وکړه، هغه په خپله لیکنه کې وايي: ((کله چې دحکمتیارخبره کیږي، نو يو شمېر خلک بيا وايي، چې داجنګسالاران باید محاکمه سي، خو زه بیا داوایم په هغه اینه کې چې، یو شمېر خلک ورته ګوري، ترحکمتیار ډیر بدرنګ کسان په اوسني نظام کې سته، چې په کورنۍ جګړه کې یې ډېر افغانان وژلي، په قدرت کې دخیل دي او د واک پر ګدۍ ناست دي.)) له دې متن څخه یې ښکاري، چې هغه د عدالت غوښتونکی دی، د سولې لپاره هر راز قرباني منلو ته حاضر دی او د عدالت په پلي کېدا کې تبعیض او توپیر نه مني. له لیکنې یې ښکاري، چې هغه پر ملي یووالی مین او تل غواړي، چې تور ته تور او سپین ته سپین وویل شي او افغانان د سولې په فضا کې پر یوه تغر سره ور ټول شي.
ښاغلی همدرد اوس او پخوا چې د مدني ټولنې مشر و هم یې د خلکو د ستونزو د حل ترڅنګ د ادارو، جوړښتونو او ان د دولتي ادارو شخړې ور حلولې. زه یې شاهد یم، چې له اولې ورځې یې د هلمند ولایتي شورا، د هلمند ولایتي شورا او ملي شورا د غړو ترمنځ ستونزې، د ملي شورا د غړو له ولایت مقام او امنیتي ځواکونو سره ستونزې او ان قومي مخورو ترمنځ شخړې حل کړي او په دې برخه کې ازښتناکه تجربه لري. د ولایتي شورا او ملي شورا داسي غړي پېژنم، چې ښاغلي همدرد ته یې په وار وار د خپلو ستونزو او شخړو د حل لپاره مراجه کړې، هغه یې د حل لپاره همکاري کړې، خو له بده مرغه هغه مهال چې خپله سردار محمد همدرد په ستونزه کې و، نه یواځې دا چې ډېرو همکاري ورسره ونه کړه، بلکې ډېرو یې، د مخالفت اور ته پکی وواهه او هغه اور یې لا هم تازه کړ.
د یوه نقد ښه والی په دې کې دی، چې پر اړوند موضوع او کس باندې هم نیوکې کېږي او هم یې ښې نقطې یادېږي. د ښاغلي همدرد د ژوند ښه ټکي مو ولوستل، خو زه یې ځیني ټکې لیکم، دا ټکي د غندني په موخه نه، بلکې د ښاغلي همدرد لپاره ددې لیکنې د ارزښت د لا لوړلو په موخه پرې تمرکز کوم. ښاغلی همدرد د شپې تر ناوخته له ملګرو سره مجلس کوي، لیکنې او مطالعه کوي، ځکه نو، خپلو ماشومانو ته لږ وخت ورکوي، چې دا ټکې یې د نقد وړ دي. همدرد صیب د خپل ځان ساتنې او امنیتې اندېښنو په اړه سوچ نه کوي، ځکه نو، زه هر کله ورته وایم، چې حالاتو ته دې ډېر نه خوشبین کېږي.
هر سیاستوال، لیکوال او ان د ټولنې عادي وګړی هم خپل پلویان او مخالفان لري، خو همدرد که له یوې خوا ډېر مخالفین لري، بل لور همداسي ډېر پلویان لري. زه یې د ځینو سیاستونو سره همږغی نه یم، خو په ټوله کې یې له سیاست او کړنو سره همږغی یم او ستاینه یې کوم. ما ورسره په شپو شپو بحثونه کړي، نیوکې مې پرې کړي، جدي ورسره ږغېدلی یم ان کله کله د موضوعاتو د لا ښه سمون په موخه سره خفه شوي هم یو، خو بیرته مو هڅه کړې، چې په همږغۍ مخته ولاړ شو، تر خپلو شخصي نظریاتو مو ملي او ټولنیزو هغو ته ترجیح ورکړې. د ښاغلي همدرد په شخصیت کې، یو څه، چې زما ډېر خوښېږې، هغه زغم دی، تل موضوعاتو ته په درنه سترګه ګوري، د ستونزو په وخت کې زغم کوي، د حل لپاره یې سالمه هڅه کوي او بلاخره د لانجو حل په مشورو کې لټوي.
پر وړو هستو او سیاستونو باور نلري، تل په ملي او نړیوالو سیاستونو او مسائلو کې مطالعه کوي. د هېواد په کچه یې هم ناسته ولاړه د مختلفو طبقو له خلکو سره ده. زما یادېږي، کله چې به کابل ته په ګډ سفر تللي وو، د هغه به ټینګار دا و، چې د علومو اکاډمۍ له غړو، سیاستوالو، دولتي مشرانو، مدني فعالانو، ځوانانو، د پوهنتون له استادانو او نورو سره وګوري، خو ډېر خوند یې د پوهنتون د مشرانو استادانو له مجلس څخه اخیست. موږ د ستراتيژیکو مطالعاتو مرکز کې له قدرمن استاد محمد اصف صمیم صاحب سره وکتل، همدرد د ښاغلي استاد ډېر قدر وکړاو هڅه یې کوله چې له هغه سره د هغه د لیکنو او هڅو په اړه ډېر وږغېږي. له ښاغلي استاد محمد اسماعیل یون، خوشحال روهي، استاد فیض محمد ځلاند، حبیب الله رفیع او نورو استادانو سره لیدني کتني هغه څه وو، چې همدرد پرې ټینګار کاوه. له دې ښکاري، چې هغه تل غواړي د قلموالو او پوه سیاستوالو ترڅنګ اوسي. دا یې د بریا او پرمختګ اساسي راز بولم.
زه یو ځل بیا هغه مخکنۍ خبره تکراروم، چې ژوند یوه منډه ده، په دې منډه کې ځیني کسان بریالي خو ځیني یې بریالي نه وي، خو زه ویاړم، چې ملګرتیا مې تل له داسي کسانو سره ده، چې هغوی د ژوند په منډه کې نه یواځې دا چې بریالي دي، بلکي د نورو ناکامو کسانو بار هم تر منزله ورسره رسوي، له دې ډلې یو هم، ښاغلی سردار محمد همدرد دی. تل دي بریالی، تاند او سر لوړی وي. ددې په هیله، چې د ادارې فساد پر وړاندې مبارزه یې بریالۍ او تل یې نوم همداسي روښانه وي.