تاند، شنبه، د جدي ۱۴مه: د جمعه خان همدرد په مشرۍ د حزب اسلامي ګلبدین حکمتیار څخه تازه جلا شوی ګوند وايي، د حکمتیار د توندروه سیاستونو او د ګوند د شخصي کولو له کبله یې له هغه څخه لاره جلا کړه.

نن د جمعه خان همدرد په مشرۍ د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد خپل موجودیت په کابل کې اعلان کړ او د حکمتیار په سیاستونو یې له نیوکو سره وویل، نوموړي یو میلیوني ګوند یوازې په خپلو زامنو او دوه زومانو پورې منحصر کړی دی.

د دغه ګوند مشري سر له اوسه د جمعه خان همدرد په لاس کې ده چې حاجي الماس زاهد، ولسي جرګې پخوانی مشر عبدالرووف ابراهیمي، بشیر قانت، فضل احمد ابراهیمي او انجنیر احسان الله محسود یې مرستیالي پر غاړه لري.

د کابل کانټیننټل هوټل په تالار کې د ګوند د موجودیت د اعلان پر مهال ښاغلي جمعه خان همدرد وویل، حکمتیار یو میلیوني ګوند په فامیلي ګوند بدل کړی و چې د توندروه سیاستونو، له متخاصمو لوریو سره د دپلوماتیکو اړیکو نه پاللو، په ګوند کې د نویو افکارو د مخنیوي له کبله دوی اړ شول چې لاره ترې جلا کړي.

د دغه نوي ګوند د رهبرۍ شورا غړی او د هلمند د والي پخوانی مرستیال محمد جان رسولیار تاند ته وايي، په ګوند کې ورسره د ولسي جرګې نږدې لس غړي، د حزب اسلامي د څو ولایتونو والیان او د  حکمتیار له سیاستونو سره د حزب لویه برخه مخالف ځوانان یو ځای شوي دي.

نوموړی وايي، ولسمشرۍ ته په خپل سر د  حکمتیار نوماندۍ، توندو څرګندونو او کمو رایو ترلاسه کولو ورته وښودله چې دغه ګوند نور په منحصر ډول دوام نه شي کولی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم پنځوس مخورو کسانو له حزب څخه لار جلا کړې وه.

دغه راز د ارغندیوال په مشرۍ او د وحید الله سباوون په مشرۍ د حزب اسلامي دوه نور ګوندونه هم شته چې د حکمتیار خوا یې پرې ایښې ده.

3 thoughts on “همدرد: د حکمتیار له فامیلي، انحصاري او توندلاري ګوند سره نور نه یوو”
  1. دا یو تجربه شوی حقیقت دی چه ناکام او د ټیټ ظرفیت لرونکی د سیاسست مدعیان چه په قول او عمل کی یی همیشه تناقض او تضاد موجود وی نشی کولای چه خپل پلویان د ځانه سره دوامداره وساتی .

  2. سلام
    تاند زما د ځینو تبصرو د خپرېدو څخه ډډه کوی چی البته د تشخیص د صلاحیت توان لری، زه کوم اعتراض نلرم خو که می دا تبصره خپره نه سی نو معنا به ئې دا وی چی ( که نور د هغوی مزاحم نه سم ښه به وی) چی البته پر سترګو ئی منم
    د ساړه او تاوده او ( په ادبی ژبه د غولو) د جنګ په دوران کی چی یوی خواته د ثور- جدی پاسداران او بلی خواته د مقاومت لښکرو تشریف درلود هر څه طبیعی او په اصطلاح مردانه او جانانه مخته تلل
    هم د شوروی او د ثور طرفدارانو د مور ( وطن ) د عزت او پاسداری ادعا دلوده او هم د هغوی مخالفینو یا په اصطلاح مجاهدینو د مور او دین د دفاع ادعا درلوده
    داستان اوږد دی چی متأسفانه لیدل او ویل ئې توپیر سره درلود او توپیر سره لری
    د داستان مردانه او میړنی ټکی دا ؤ چی دواړه خواوی خصوصاً مادون قشر د خپلی عقیدې او افکارو د سنګر د څرنګوالی په هکله مخلص او صاف وه ( البته د حقانیت اړخ ئې د بحث موضوع نه ده ) د دواړو سنګرونو څخه فقط او فقط د مور او د مور د مینی ږغونه اورېدل کېده البته په متفاوتو ادبیاتو
    ددی تودی وسله والی متقابلی جګړی په محلول کی د قوم او تبار او ژبی او سمت عناصر اصلاً نه احساسېده او یا احساس ئې اصلاً د پاملرنی او تشویش وړ نه ؤ
    د ډالر او پونډ او ریال نیزه له غشی خطا او د روبل پرسېدلی جیبونه ئی ور سوری کړه او لوبی بله بڼه واخیسته
    یو بل ته د یو بل سنګرونو ته په تریو تندی ښه راغلاست وویل سو محلول بدلون وموند
    د مور او د دین د ژغورنی داعی د مقام او چوکی په هوس د تعمید غُسل وکړ او د مور د ساتنی داعی له بیری یا مصلحت او فرصت له مخی بی اودسه اذان تر سره کړ
    کاشکی د مور د اوښکو په حرمت دواړو د زړه له کومی یو بل پر مخ مچ کړی او په ګډه ئی د ځانو خوَلی او مور اوښکی ور پاکی کړی وای البته استعمارګرانو او سترو سوداګرانو به ددی کار اجازه نه وای ورکړی لکه څنګه چی همداسی هم وسوه
    اصلی خبره
    محلول د غولو رنګ او خوند واخیست او دواړو خواوو د جهالت او حماقت او ملی خیانت جامونه په ډک او تر جنګیدو وروسته ئی پر سر پورته کړه او نن ورځ دواړه نشه او دومره نشه چی د محلول بوی ئي عام وولس هم تر اغیز لاندی راوستی دی
    څوک نه پوهیږی څه ووائی
    هغه څوک چی معاد ته د اعتقاد دعوه لری نو څنګه به ددی شیطانی افکارو او کړنو جواب ووائی
    او
    هغه څوک چی تاریخ او انسانیت او ټولنی او انسانی رسالت او مبارزی ته اعتقاد لری نو څنګه به ددی شیطانی افکارو او کړنو د مسئولیت دروند بار پر اوږو یوسی
    ډیر د خجالت ځای دی چی
    یو چا ( مثلاً حکمتیار) کوم وخت حتی پښه تر ملی سرحد اړولې وه او د اسلامی امت تر منځ د سیاسی سرحدونو د له منځه وړلو لپاره ئی مبارزه ! کوله
    خو
    نن دومړه وړوکی سوی دی او نور کسان ئی هم دومره وړوکی کړی او سپک کړی دی چی مثلاً د حکمتیار د ملاتړ پخاطر ئی قومی شورا ( د خروټو شورا) تشکیله کړیده
    دردونه ژور دی او فریادونه جګ

  3. د ښاغلی جمعه خان همدرد خبری پرځای او سمی دی.
    د ښاغلی حکمتیار عمر او یا بوډا کیدل دیویخوا، او زوړ پخوانی فکر او سیاست دیی ته ځواب وای چه دغه بوډا سړی نور په کور کښینی او خپل لمونځ او عبادت وکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *