ډېر ځله داسې شوي چې یو ډول مراسمو ته، په یوه ځای کې، تقریباً د یو ډول ګډونوالو په حضور کې ورغلی یم. دا مراسم د فاتحې وي، مراسم کټ مټ یو ډول وي، په یو جومات کې ترسره کېږي، هماغه تکراري قاري صاحبان وي، هماغه یو ډول صورتونه قرائت کوي. په دواړو مراسمو کې د مقتولینو لوی لوی عکسونه له لویو لویو شعارونو سره را ځوړند وي، دواړه د شهید او قهرمان په نوم وي، وژل شوي د یوې خاورې، یوه دین، یوه فرهنګ، یوې عقیدې لرونکي وي، په دواړو مراسمو کې ګډونوال هم تر ډېره یو شان وي، خو وژل شوي بیا په بېلو بېلو نومونو وي.
ښه مې یاد شي، چې د ملي اردو د یو وژل شوي سرتېري د فاتحې په مراسمو کې مې برخه اخیستې او ښه مې یاد شي د هغه چا په مراسمو کې مې هم برخه اخیستې چې د ملي اردو د سرتېرو په ډزو وژل شوی وي او یا ملي اردو ته د ماین اېښودو پر مهال پخپل ماین وژل شوی وي.
دواړه مراسم کټ مټ وي، په دواړو مراسمو د غم څپر ولاړ وي. اصل خبر دا ده چې ولې دومره سره ورته انسانان د یو بل د مرګ لامل شي.
هغه د سیف الملوک کیسه دلته تکرارېږي، دا څو کاله تکرارېږي. وايي، یو وخت بیزوګانو سیف الملوک له دې کبله خپل پاچا کړ چې انسان دی له دوی یې عقل زیات دی، د دوی د ژوند شرایط او راتلونکی به ښه کړي. سیف الملوک له پاچا کېدو سره سم نیم بیزوګان سره او نیم بیزوګان شنه رنګ کړل او سره په جنګ یې واچول. په ښکاره نوموړي بیزوګانو ته وویل چې باید د جنګ زده کولو تمرین وکړو، خو په اصل کې د نوموړي هدف دا و چې بیزوګان و وژني او ځان یې له شره خلاص کړي.
هماغه و چې له ډېر مرګ او ژوبلې څخه وروسته بیزوګان پوه شول چې سیف الملوک زموږ په تباهۍ پسې را اخیستې ده. زموږ حالت هم د هماغو بیزوګانو په څېر دی، خو په لږ توپیر، هغه دا چې بیزوګان په کم وخت کې پوه شول چې سیف الملوک موږ تباه کوي، خو موږ (افغانان) لا تر اوسه پوه نه یو چې سیف الملوک له موږ سره څه کوي.
هغه ورځ یو چا راته ویل، د افغانانو سیاسي شعور ډېر لوړ شوی، خو زه دا خبر نه ورسره منم. زموږ ولس تر اوسه د سیاسي شعور او ملي شعور په نوم کوم شعور نلري.
زموږ علماوو ته ښايي چې په اوسنیو شرایطو کې شهید تعریف کړي. د شهید او نه شهید ترمنځ توپیر په ګوته کړي. زما د هېواد د پولو ساتونکي، د هېوادوالو د سرومال د امنیت ساتونکي او د هېواد د وقار ساتونکي چې د پردیو یا د پردیو د لاسپوڅو لخوا وژل کېږي دې ته شهید ویل کېږي، زموږ رسنیو ته ښايي ټول په یو شان همدغو ساتونکیو ته شهیدان او پردیو استخدام شویو ته مړه ووايي. پدې سره د رسنیو خپلواکي په هېڅ وجه تر پوښتنې لاندې نه راځي، پاکستانۍ ازادې رسنۍ حتا خپل ملېشه او خاسه دار ته شهید او مخالف ته یې مړ وايي، آیا موږ د خبریالۍ په ډګر کې تر هغوی مسلکي چلند کوو؟
رسنۍ د عامه ذهنیت جوړونکې دي، که دوی پدې برخه کې خپل مسوولیت ترسره نکړي یوه ورځ به دغه بل شوی اور د دوی تر دروازو هم ور رسېږي.
وروستیو سیلابونو د کابل ولایت د سروبي ولسوالي ډېره ویجاړه کړه، په یوه تلویزیونوي راپورتاژ کې مې د ډېرو سروبي والو سیلاب ځپلیو له خولو واورېدل چې له ملي اردو څخه یې مننه کوله او ویل یې زموږ نجات ته ډېر زر را ورسېدل. یوه سپین ږیري سروبي وال وویل: په ځان پوه نه وم خو کله چې په هوښ کې راغلم د ملي اردو د یوه سرتېري په شا وم.
ملګري کیسه کوي، چې په همدې وروستیو سیلابونو کې په خوست کې د یوې کورنۍ دوه تنکي ځوانان سیلاب یوړل، د دغو ځوانانو پلار هم ولاړ و او هېچا ته یې اجازه نه ورکوله چې زامن یې د سیلاب له غېږې و ژغوري، ځکه سیلاب ډېر خطرناک و او د ژغورنکي د مرګ وېره وه. په هماغو لومړنیو شېبو کې د ملي اردو یو رینجر موټر راغی او یو ځوان سرتېري (په قوم هزاره و) رسۍ په موټر وتړله او تر ملا یې تاو کړه ځان یې د سیلاب مستو څپو ته واچاوه، په پنځو دقیقو کې د ملي اردو سرتېري د هغو دوو تنکیو خوستیانو ژوند وژغوره چې پلار یې په مړو کې حساب کړي وو. آیا همدوی د شهادت د نامه مستحق ندي؟ شاید ډېر بې ضمیره انسان پدې هر څه سترګې پټې کړي. همدوی د شهادت د نامه مستحق دي او همدوی په رښتینې مانا شهیدان کېږي.
ډير په زړه پوری او ریښتانی لیکنه مو کړی الله دی پر قلم او ژوند برکت کړه ، ریښتا چی د نن افغانان هم شهید او هم غازی ځان ته وایی
قاتل او مقتول دواړه پر ځانونو د شهیدانو نومان ایښی او عالمان هم پټه خوله ورته ګوری او ځه نه وایی
عالمان باید د شهید او غازی کلمه معنا ولس ته په ډاګه کی
زما په نظر
شهید هغه دی چی د الله او وطن په لاری سر قربان کړی نه هغه چی د ښونځی او مسجد زدکونکی د مرګ په خوب بیده او تنکی ارمانونه یی د خاورو سره خاوری کړی
غازی هغه دی چی خپل هیواد د یرغلګر ځخه خلاص کړی نه چی هیواد باندی خپل د وحشیت او ظالم یرغل راوړی
په درنښت