تاند- یوه امریکايي جوړه، چې ۶۹ کاله یې یوځای ژوند کړی وو، تقریباً په یو وخت په خپل مرګ مړه شول.
د ایلینوۍ (Illinois) اوسېدونکې تیریزا واټکین، چې په الزایمر ناروغي اخته وه، په داسي حال کې وروستۍ سا پرې کړه چې خپل خاوند ایزاک یې لاس په خپل لاس کې نیولی و. د مېرمن له مړینې صرف ۴۰ دقیقې وروسته خاوند (ایزاک) هم ساه ورکړه.
تیریزا ۸۹ کلنه او ایزاک ۹۱ کلن و.

ټول انسانان بالاخره مري خو د دې جوړې مړینې په دې خاطر چې په یو وخت مړه شول او هغه هم په خپل مرګ، د زیاتو خلکو او رسنیو پام ځان ته اړولی دی.
دوی دواړه د ایلینوۍ په یوه روغتون کې بستري ول خو د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ چې کله د ډاکترانو ورپام شول چې دواړه په سا ایستلو کې ستونزه لري، د دوی تختونه سره نژدې کړل.